پکتيا کې پر يو شمېر بزګرانو کيمياوي سرې ووېشل شوې

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۴۴
پکتيا کې پر يو شمېر بزګرانو کيمياوي سرې ووېشل شوې

۱۳ زمری ۱۴۰۰
د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ‌رياست اړوند د ژغورنې نړيوالې کميټې له لورې ددې ولايت د مرکز ګرديز، احمد ابا او سيدکرم ولسواليو پر ۷۴ تنو اړمنو بزګرانو توره(Urea) او سپينه(DAP) سره ووېشل شوه.
په يادو ګټه اخيستونکو کې۲۵ تنه د مرکز ګرديز، ۲۵ تنه د احمدابا او ۲۴ تنه د سيدکرم ولسوالۍ شامل وو، چې هر بزګر ته ۵۰ کيلو توره او ۵۰ کیلو سپينه سره ورکړل شوه.
تر دې وړاندې يادو بزګرانو ته د لوبيا تخمونه او نور کرنيز توکي هم ورکړل شوي.
د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې د يادو سرو له وېش څخه موخه د کرنې په مټ د اړمنو کورنيو د اقتصادي وضعيت ښه والی او د لوبيا د حاصل زياتوالی ده.
دغو مرستو څخه برخمنو بزګرانو د خوښۍ ښودلو تر څنګ د کرنې رياست له دوامداره همکاريو څخه مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

بازگشت