د غنمو واردات او د ژرندو فعالیت په پار ګډه غونډه په لاره واچول شوه

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۶:۱۷
د غنمو واردات او د ژرندو فعالیت په پار ګډه غونډه په لاره واچول شوه

۹ زمری ۱۴۰۰
د غنمو واردات او د کورنیو ژرندو د فعالیتونو په پار د کرنې وازرت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د ژرندولرونکو ټولنې او د کانونو او صنایعو وازرت ترمنځ ګډه غونډه دکرنې په وزارت کې په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې، دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوي، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې اجرایي رییس رحیم الله سمندر، د سوداګرۍ او صنعت وزارت د خفیفه صنایعو رییس رشاد باختري او ددې وزارت د لومړنیو صنایعو رییس مجیب‌الله ضیاء، د مالیې وزارت د عمومي عوایدو ریاست مرستیال احمدولي نوري، د افغانستان د ژرنده لرونکو ټولنې رییس محمدهاشم غزني‌وال او د کرنې وزارت یوشمېر رییسانو او سلاکارانو حضور درلود.
په یاده غونډه کې د غنمو پر وارداتو، د کورنیو ژرندو ستونزو او فعالیتونو، مالیات، د اوړو او غنمو پېرل او د خصوصي سکټور له خوا د غنمو د اوړو کولو په پار د برېښنا پر چمتو کولو خبرې وشوې. سربېره پر دې، د جمهوري ریاست د سپارښتنې پر اساس، په خصوصي او دولتي سیلوګانو کې د اوړو او غنمو پر زېرمه کولو هم خبرې وشوې ترڅو په هیڅ وجه بازار د غنمو او اوړو له کمښت سره مخ نه شي.
بلخوا په دې غونډه کې ټینګار وشو، چې حکومت، صنعت کاران او سوداګر خلکو ته د لومړنیو موادو په ځانګړې توګه د غنمو او اوړو عرضه کولو ته ژمند دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت