خوست کې د بزګرانو د زده کړې مرکز رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۶:۴۴
خوست کې د بزګرانو د زده کړې مرکز رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي

۹ چنګاښ ۱۴۰۰
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې لایت کې د مېلمه کوټ بڼ د بیارغونې چارې پیل شوي دي، چې ورسره به په دې بڼ کې د بزګرانو د زده کړې مرکز « FLRC» جوړېږي، چې رغنیزې چارې یې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د خوست د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د «NCADP» پروګرام تر چتر لاندې د اړیکو دفتر له خوا د بزګرانو د زده کړې او سرچینو مرکز «FLRC» جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي، چې درو میاشتو په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلی نوري وویل، چې یاد مرکز به د ولایت په کچه د بزګرانو، د کرنې د لومړنیو توکو د پلورونکو او واردوونکو، سیمه ییزو سوداګرو، د کرنې متخصصینو، د پوهنتون زده کړیالانو، د موسساتو، دولتي او غیر دولتي برنامو د کارمندانو تر منځ همغږي رامنځته کړي.
هغه وویل، چې د خوست ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په غوښتنه یاد مرکز د مېلمه کوټ په بڼ کې جوړېږي. چې ودانیزې چارې به یې په درو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
حفیظ الله شاه نوري وویل، چې د یاد  مرکز په جوړولو سره به بزګران وکولی شي، چې خپلې ستونزې په خپل وخت د کرنې ریاست کارکوونکو سره شریک او حل لاره ور ته پیدا کړي، او ترڅنګ یې بزګران کولی شي، چې بېلابېلو کرنیزو مالوماتو ته لاس رسي پیدا کړي.دغه راز په دې مرکز کې به د لومړنیو توکو پلورونکو، وارودونکو او سیمه ییزو سوداګر کولی شي  مختلفې غونډې تر سره کړي او خپل معلومات له یو او بل سره شریک کړي. همدا راز د پوهنتون زده کړیالان کولی شي، چې په نوموړي مرکز کې بېلابېلې څېړنې وکړي.
یاد مرکز به په یو وخت د ۳۰ بزګرانو د روزنې وړتیا ولري

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت