پراګ کې د افغانستان پلاوي، دکرنې سکټور په برخه کې د پانګونې فرصتونه تشريح کړل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۴:۱۰
پراګ کې د افغانستان پلاوي، دکرنې سکټور په برخه کې د پانګونې فرصتونه تشريح کړل

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌‌الله غفوري، د صنعت او سوداګرۍ وزير نثار احمدغورياني، د کانونو او پټروليم وزير هارون چخانسوري، د ملي تدارکاتو لوی رييس کبیر عیسی‌خېل او دغه راز د جمهوري رياست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا دبرخې رييس عطاالله نصیب په ګډون پلاوي د چک جمهوريت ته تللي او د چک جمهوريت پلازمېنه د پراګ په ښار کې ددې هېواد له سوداګرو او سلواکيا دولت سره د افغانستان د کرنيزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پر فرصتونو خبرې کړي دي.
 دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري وايي، چې ددې پلاوي غړي د چک جمهوريت او سلواکيا دولتونو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په هکله اړين مالومات وړاندې کړل.
حشمت‌الله غفوري د يادو هېوادونو پانګوالو ته د اړينو مالوماتو په وړاندې کولو سره وويل چې، په افغانستان کې د کرنيزو محصولاتو، خوراکي توکو او لبنياتو د پروسس او بسته‌بندی او د کرنيزو ماشينونو چمتوکولو او د اغېزناکو اوبولګولو سيسټمونو د ښه والي په برخه کې د پانګونې ښې فرصتونه شتون لري. هغه دغه راز وويل،  چې  زعفران، انجه، ځنغوزې، چهارمغز  او يوشمېر نور ارزښت لرونکي محصولات په نړيوالو بازارونو کې ډېر مينه وال لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

بازگشت