د ملي یووالی حکومت په دوره کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدرائ وزارت د لاسته راوړنو لنډیز

mail-admin

 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

دکرنې، اوبو لګولو او مالدارئ وزرات

د ملي یووالی حکومت په دوره کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدرائ وزارت  د لاسته راوړنو لنډیز

«۱۳۹۴ نه تر ۱۳۹۷یم کال هـ ش »

 

په دې سند کې شاملې موضوع ګانې:                                                                                                                     

0. پیلامه. 1

1. د اوبو لګولو برخه. 1

2. د خوارکي توکو او غنمو د خوندیتوب برخه. 2

3.د بڼوالۍ، صنعتي بوټو او له کروندګرو څخه د ملاتړ برخه. 5

4. د څارویو ود روغتیا او مالدرائ برخه. 5

5. د طبیعي سرچینو د منظموالي برخه. 7

6. د ښځو څخه د ملاتړ برخه: 8

7. د زیربناوو او خصوصي سکټور څخه د ملاتړ برخه. 7

8.د بنسټونو د سمونې(پالیسیو، طرحې جوړونې، د مالي او حسابي مقررو، تدارکاتو او روڼوالي) برخه. 9

9. بېړني حالات.. 13

 

                                                                         

 

 کرنې، اوبولګو او مالدرائ وزارت د لاسته راوړنو لنډیز

پیلامه:

کرنې، اوبو لګولو او مالدارئ وزارت د تیرو دریو کلونو(۱۳۹۴،۱۳۹۵،۱۳۹۶، ۱۳۹۷) کلونو  په لړ کې  د بنسټیزو دندو تر څنګ، د  افغانستان  په ټولو ولایتونوکې پراختیایيي برنامې هم پلې کړې دي.

دا کړنې او برنامې په هغه ولایتونو او ولسوالیو کې تر سره شوې دې، چې پخوا له دې   دکرنې وزارت  له پام څخه پاتې وې او پراختیا نه وه ورکړل شوې.

دکرنې وزارت مشرتابه  د نویو مرستو د را جذبولو  او په  اغیزه منه توګه سره د برنامو د پلي کیدو په پارهڅې کړې دي او   همدا راز یې  په ښه توګه د کړنو  د منظمولو، کاري لړی ته  چټکتیا ورکولو او په کړنو  کې روڼتیا  رامنځته  کیدو  په پار ېې  د وزارت  په کاري سیستم کې  د  وړتیا لوړونې په برخه کې د پام وړ بدلونونه  رامنځ ته کړي دي.

د وزارت ټولې برنامې په آتو برخو کې تنظیم شوې دي ، چې په دې راپور کې  وړاندې کیږي.

په ۱۳۹۴یم  کال کې د لګول شوې بودیجې سلنه ۶۹٪، په ۱۳۹۵ کال کې د لګول شوې بودیجې سلنه ۸۴٪، په ۱۳۹۶ کال کې د لکول شوې بودیجې سلنه  ۹۱ ٪  او د ۱۳۹۷ مالي کال  په لړ کې د لکول شوې بودیجې سلنه ۹۵٪ ته ورسیده . نو په دې اساس دا جوته شوه، چې د  لګول شوې بویدجې سلنه  د تیرو کلونو په پرتله  څو چنده لوړه شوې  ده .

  1. د اوبو لګولو برخه:
    1. د کرنې د ودې او پراختیا په پار د اوبو او نورو طبیعي سرچینونو د مدیریت کولو  څخه د ښې ګټې اخیستنې له امله    د ډاډ رامنځته کیدو په پار  د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې ۵۳۸ د اوبو لګولو شبکو  او د ننګرهار په کانال کې  د ۱۱۰ اوبو لګولو کانالو د جوړیدو او بیا رغونې چارې بشپړې شوې دي، همدا راز  د وزارت د پلان اړوند  د ۲۱ نورو کانالونو  د جوړیدو چارې ، چې په تولیز ډول سره یې   کار ۲۰ سلنه مخ ته تللی دامګړی یې کار روان دی.
    2. د موسی قلعه بند او زمینداور د کانال پروژې   تفصیلي ډیزاین  تړون د(  (77 Construction USA Corp ) کمپنی سره لاسلیک شوی دی او د جوړیدو کار یې د پلان مطابق  منظور دی  او دا مهال یې کار ۴۰ سلنه مخ ته تللی پاتې کار یې لا دوام لري. د اندخوی کانال د امکان سنجي د مطالعاتو پروژې  د ډیزاین تړون د هایدور نړیوالې کمپنی سره شوی دی او کار یې د پلان اړند روان دی.
    3. د کندز ولایت د خوش تیپه کانال د امکان سنجی د مطالعاتو پروژې تړون  د USAID په مالي مرسته د امریکايي نړیوال شرکت(AECOM)  سره د ۳.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.  د یاد کانال د مطالعاتو د امکان سنجول به د ۱۳۹۷ مالي کال په لړ کې بشپړ شي. ددې کانال سرچینه آمو سیند دی او شاوخوا (2500000) جریبه کرنیزه ځمکه په جوزجان، بلخ او کندز ولایتونوکې د اوبو تر پوښښ لاندې راولي او همدا راز  اوږدوالی يې له ۲۰۰ کیلو متره څخه زیات دی.
    4. د سلمان بند د اوبو لګولو د  سیستمونو د  لاندیني برخې د بیا رغیدو طرحه بشپړه شوې ده.  
    5. د پنجشیر ولایت د آتو ولسوالیو  د اوبو لکولو د شبکونو  د بیا رغونې طرحه  بشپړه شوې ده او د تدارکاتو پروسې لاندې روانه ده.
    6. په منظمه او عادلانه  توګه او همدا راز د اوبو لګولو شبکو د مدیریت کولو په پار د اوبو لکولو ۴۶۴ ټولنې رامنځته شوې دي.
    7. د اوبو د زیرمه کولو او په  لږو اوبو لرونکو موسمونونو کې د جوړو شویو بڼونو د اوبو کولو په پآر د ۵۰۰ متره مکعبه اوبو وړتیا لرونکو ۱۲۵۸ د اوبو د زیرمو جوړیدو کار بشپړ شوی دی.
    8. د هغه ځمکو لپآره، چې په مستقیمه توګه اوبو ته لاس رسی نه لري د هغې لپاره د ۱۶۰ پیدل پمپونو ویش او همدا راز په سولري پمپ باندې سمبالو ۳۲۹ څاه ګانو ایستلو کار بشپړ شوی دی او بله خوا له ۱۰۰۰۰ څخه زیاتو جریمه کروندو کې د اوبو ښه مدیریت  شوی دی.
    9. د سلما بند د اوبو د مدیریت کولو په پار د اوبو لکولو د ۳۳ شبکو  د جوړیدو تړون لاسلیکول او له دې ډلې څخه یې د ۱۹ شبکو  کار بشپړ شوی دی.د یادونې وړ ده، چې د اوبو لکولو د یادو شبکو  د جوړیدو په ترڅ کې به  د سلما بند څخه به ۱۳۹۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو تر پوښښ لاندې راشي.
    10. په کابل، پروان، هرات، بلخ، ننګرهار، کنړ او بغلان ولایتونو کې د اوبو د ۱۰ ننداریزو قطعو د جوړیدو کار چې ( د غنمو، شولو، پنبې او لوبیا کرل) پکې شامل دي بشپړې شو ي دي.  
    11. د ۵۰ وړو چکدمونو(واړه کنترول کوونکي بندونه) رغول، همدا راز ۷۹  بابه وړې آبریزې جوړې شوې دي او سره له دې د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې ۱۰۶ بابه د اوبو خاورینې زیرمې جوړ شوي دي.  

 

  1. د خوارکي توکو او غنمو خوندیتوب برخه:
    1.  په ملي کچه د غلو دانو ، حبوباتو او  غوړ لرونکو دانو د تولیداتو د کچې د لوړوالي په پار  د هیواد د  ۳۲ ولایتونو اړمندو  کروندګرو ته ۳۴۴۰۱ متریک ټنه اصلاح شوی د غنمو د ښه کیفیت  تخم، ۴۴۲۰۵ متریک ټنه یوریا سره او ۲۸۵۶ متریک ټنه DAP(Diammonium Phosphate) سره چي په کور دننه د هیواد په فابریکو کې تولید شوې وه ورکړل شوې دي.
    2. په بامیانو، کابل او پروان ولایتونو کې  د کچالیو او پپازو  د انفرادي او لویو ۳۰۸۴ زیرمو په جوړیدو سره  د کچالیو او پیازو د زیرمه کولو په وخت کې د ددې محصولاتو د  ضایع کیدو کچه له ۴۰ سلنې څخه ۵ سلنې ته را کښته شوې ده.

 

  1. د بڼوالی ، صنعتي بوټو او د کروندګرو څخه د ملاتړ برخه:
    1. د بڼووالۍ محصولاتو د  تولیداتو په کچه کې د بنسټیز زیاتوالي په پار او همدا راز د با ارزښته محصولاتو د پراختیا په موخه، چې له هغې ډلې څخه ( مڼې، انګور، آنار، زردالو، آلو، پسته، ممیز او بادام) او همدا راز د ټولنې او مارکيت په کچه په کلیوالي ژوند کې  د ښووالي رامنځته کولو په پار ۱۱۴۸۷۳ جریبه نوي بڼونه، ۱۴۰۰۰ جریبه زاړه بڼونه په نوې بڼه، ۶۱۵۵۳ جریبه متراکم او نیمه متراکم بڼونه دچیلې سیستم په نصبولو سره د ننداریزو قطعو په شکل جوړیدل، د ۹۴۹۸۲ جریبه  د کروندګرو د سیمه ایزه باغونو ساحې جوړې شوې دي،  په وچو سیموکې د ۲۸۹۷۳ جریبه د پستې بڼونو جوړیدل او همدا راز په ۱۴۶۳ جریبه ځمکه کې د انګورو تاکونه  په چیليي سیستم باندې رغول شو ي دي.  همدا راز  د پستې د راټولولو ۱۵۰۰ بڼدلونه  ویشل شوي دي.
    2. د محصولاتو د کچې د لوړوالي په پار  د ۴۴۶۷ وړو او لویو شنو خونو د جوړیدو کار بشپړ شوی  او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
    3. د شنو با کیفیته  ممیزو  د تولید په پار د ۱۳۵۳ بابه ممیز خونو د جوړیدو کار، چې هره یوه یې د ۷ څخه تر  ۱۰ ټنه وړتیا لرونکي دي  د جوړیدو کار یې بشپړ شوی دی.
    4. د پنبې دانې او نباتي غوړیو د دوو فابریکو ، چې په کلنی ډول سره  د ۷۵۶۰ ټنه غوړیو د تولید وړتیا لري،  د جوړیدو کار یې بشپړ شوی دی او همدا راز  د  پنیې دانې د تولیدونکو کوپراتیفونو  د پروسسولو ۳ مرکزونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي،  چې په یوه ورځ کې د یو ټن تیلو او ۱۶ ټنه پختې د تولید وړتیل لري. کار یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
    5. د زعفرانو د کښت د سطحې د لوړوالي په پار تر دا مهاله له ۲۶۰۲۶ جریبه څخه زیاته ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې راغلې ده، ۳۰۲۵ متریک ټنه د زعفرانو پیاز  اخیستل شوي او ویشل شوي دي، د زعفرانو ۹۴۰  ننداریزې قطعې جوړې شوې دي. د یادونې وړ ده چې د زعفرانو د زنجیري ارزشي پلان مطابق  په پام کې وو،چې تر ۱۴۰۰یم کال پورې د زعفرانو د تولید کچه ۱۴ متریک ټنه ته ورسیږي، خو له نیکه مرغه دغه ټاکل شوې موخه په دوو کلونو کې بشپړه شوه او د ۱۳۹۷ کال په لړ کې د زعفرانو د تولید کچه ۱۶ متریک ټنه ته ورسیده.
    6. د لومړي ځل لپاره په هرات ولایت کې د افغانستان د زعفرانو د انسټیټیوت د بنسټ ډبره  کیښودل شوه  او دې انسټیټیوټ  په جوړیدو سره به د هیواد د زعفرانو په کمیت او کیفیت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي. ددې انسیټیوټ د جوړیدو کار به د ۱۳۹۸ مالي کال تر اخره بشپړ شي  همدا راز د زعفرانو  د صادراتو په برخه کې  د دوست هیواد ترکیې  له قونسل سره  زیاتوالی راغلی دی او هغوی  له افغانستان څخه د زعفرانو د وارداتو تعرقه  صفر ته را ټیټه کړې ده.
    7. د هیواد په ۱۸ مرکزې او ولایتي فارمونو کې  د غلو دانو، سبزیجاتو او صنعتي بوټو په برخه کې ۴۳۰  پسرلني او  اوړنی  څیړنې ترسره شوې دي.
    8. په  تخار، کنړ او پکتیا ولایتونو کې  د ۳ څیړنیزو فارمونو  ودانی  جوړې شوې دي.  
    9. د کابل ولایت د بادام باغ په څیړنیز فارم کې  د جن بانګ یو باب تعمیر  جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
    10. د هیواد په مرکز او ولایتونوکې  د بڼوالی د پراختیا د ۱۸ څیړنیزو فارمونو  د  ساتنې او د هغې فعال ساتلو پروسه بشبړه شوې ده.
    11. په ۲۰ ولایتونو کې  د بوتو د هر اړخیزه  آفتونو د تنظیم په پار  کروندګرو ته له ۳۸۴ څخه زیات  سیمه ایزو ښوونځي جوړ شوي دي او همدا راز په اوو ولایتونو کې ۳۵ ترویجی بڼونه رغول شوی او په وسایلو سمبال دي ، همدا راز په ۷۳۹۰۰۰ څخه په زیاته ځمکه کې د بوټو د ناروغیو د کنترول پر وړاندې مبارزه ترسره شوې ده.
    12. دکرنې وزارت په داخل کې په ۱۵۷ متره مربع  ځمکه کې د ګلانو د رزونې ، تکثیر او ساتنې په پار  په پرمختللې بڼه  دوه بابه ګل خانې جوړې شوې دي.
    13. د هیواد په دریو ولایتونو کې د میوه لرونکو میوو( شفتالو، زردالو، بادام، انار اومڼو ) ۱۲ قوریې جوړې شوې دي
    14. په ولایتونو کې د  ۳۷۸ عرادې ټراکټورونو او کرنیزو ماشينونو له ډلې څخه ، چې مخکینو کلونو کې یې ۱۴۳ عرادې له کاره لویدلي وې  د ۱۱۷ عرادو د بیا رغونې او ترمیم کار یې روان دی ، همدا راز په پام کې ده، چې د هیواد ۳۳ ولایتونو ته ۱۸۴ عرادې تراکتورونه ولیږل شي . په پام کې ده، چې د ۱۳۹۸ یم کال په پسرلي کې په ټولیز ډول سره ۵۳۶ عرادې ټراکټورونه او کرنیز ماشينونو د کروندګرو په واک کې ورکړل شی او  پالیسی او مکانیزم یې جوړ او عملي به شي.  د یادونې وړ ده، هغه کروندګر، چې للمي کري،  پرته له کوم فیس څخه ټراکټورنه  ددوی په واک کې ورکړل شي.
    15. د اقلیم بدلون او د اوبو کمښت  د راتلونکي پالیسی په پام کې نیولو سره د لومړي ځل لپاره د  تخار او بلخ ولایتونوپه ۱۰۰۰ جریبه وچو (للمي) ځمکو کې د کرنې ۲  څیړنیز فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. دغه فارمونه  د کرنې د څیړنیزو برنامو د پلي کیدو او د مقامت لرونکي ښوو ورایټي د تولید په پار جوړ شوي دي.  
    16. د زیات او ښه حاصل ورکولو نسلونو د پیژندنې په پار د غنمو بوټي روزلو او همدا راز په سبزیجاتو لکه پیازو او کچالو باندې اساسی څیړنې پيل شوې دی. بله خوا  د لومړي ځل  لپاره د کچالو د تخم د تکثیري انساجوTissue Culture   تولید پیل شوی دی، دغه تکنالوژي د کچالو د تخم لپآره اغیزمنه ده  او د کچالو د خطر لونکي وایروس له لېږد څخه پاکه ده.
    17.  د بلخ ولایت  د با ارزښته بوټو په  تولیدي فارم کې  تخنیکي څیړنې تر سره شوې دي او ډيزاین یې تر کار لاندې دی، دغه فارم د امو سیند په ۱۵ کیلومتری کې په ۵۰۰۰ جریبه ځمکه کې د با ارزښته نباتاتو د تولید او د مارکیت د لوړاوي په پار  په پام کې نیولو سره  جوړیږي. په دغه فارم کې د کروندې له هغه موډل څخه ګټه اخیستل کیږي، کوم ، چې پخوا د جلالتماب ولسمشر لخوا  تآیید او تصویب شوې ده. دفارم ځمکه د لیزرلیول په واسطه باندې هواریږي او اوبه به یې  د سولري انرژي له لارې د ترما پلاستیک پایپونو په واسطه د واټر پمپ له لارې  لیږدول کیږي او په دغه سیستم کې  د اوبو لګونې د قطره يي سیستم(Drip Irrigation)  څخه ګټه اخیستل کیږي.  دیادونې وړ ده، چې د څرګند صاحب تخینکي لارښوونې   ددې فارم په طرحه کې  هم شاملې دي او د یادونې وړ دي، چې ددې فارم د جوړیدو ۵۰ سلنه  مالي لګښت د USAID لخوا او پاتې مالي لګښت یې د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې لخوا ورکړل شوی دی.

 

  1. د مالداري او څارویو د روغتیا برخه:
    1. د کابل په بني حصار فارم کې د مالدرائ د مصنعوي القاح او د  ۷۵،۱ میلیون چرګانو د مرګي او تنفسی ناروغیو کنترولي برنامې د ودانیو دجوړیدو چارې بشپړې شوې دي. همدا راز په ۶۴۰۰  څارویو باندې دمصنوعي القاح  پروسه تر سره شوې ده.
    2. د څارویو د بیلا بیلو نارغویو  لپاره د ۸۰۰ زره څخه د زیاتو دوزه واکسینو تولید او  پیرودلو پروسه بشبړه شوې  او په 11145285  څارویو باندې د بروسلوز واکسین پلي شوي دي.  په ۵۰۰۰ غواګانو باندې کې مصنعوي القاح  ترسره شوې او همدا راز 93.300  کروندګرو ته د څارویو د روغتیا او د مالدرای د ترویج خدمتونه وړاندې شوې دي.
    3. په (310000)  لویو څارویو (S-9) باندې او  په (1900000) وزو او وریو (Rev-1)  باندې  د بروسلوز واکسین پلي شوي دي
    4. د کابل په مرکزي لابراتوار کې  ۳.۲ میلیونه  انتروتوکسیمیا، انترکسی تولید  شوي دي.
    5. د کوچیانو په سیمه ایزو  کلینیکونو کې ۵۷ وترنران روزل شوي دي،  د بیماریو پر وړاندې  د کوچیانو ۲۹۸۰۰۰ څاروی وقایه شوي دي ، 142099  ناروغ څارويو درملنه شوې ده  او 315889 څارویو ته د چنیچي ضد درمل ورکړل شوي دي . همدا راز ۲۰۷ تنه کوچي ښخو ته  د شیدو لوشو د روغیتا ساتنې په  برخه کې روزنه ورکړل شوې ده او همدا راز د اړتیا وړ شیان ورکړل شوي دي. له دې سره سره له 162000 څخه زیات منجمد او د غواګانو القاح شوي سپرم  په مرکزي او ولایتي ستیشنونو کې  تولید شوي دي.
    6. د هیواد په ډيری ولایتونو کې  د کانګو د تبيې د خپریدا د مخنیوي په پار کمپاین تر سره شوی دی .
    7. ۱۰ بابه د وترنری فارمونو او کمپلکس ودانی جوړې او ګټې  اخیستنې ته سپارل شوې دي.
    8. ۱۰۰۰ ټوکه د وترنری روغتیايي سرتیفکتونه چاپ او همدا راز د څارویو محصولاتو د کنترول څارونکو   ته   د معلوماتي تکنالوژی  وسایل ورکړل شوي  دي.
    9. د ۱۲۵۴ وترنری واحدونو څخه ملاتړ شوی او همدا راز د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې  ترویجي خدمتونه وړاندې شوي دي.
    10. د شیدو راټولولو ۲۵  مرکزونه جوړ شوي دي.
    11. د څارویو د نارغیو د لابراتوار د پيژندلو لپاره ۱۵۰ قلمه ریجینټ،  ۳۴ قلمه د څاریو د محصولاتو د روغتیايي کننترول  مدیریتي وسایل، د لابراتوار د اړتیا وړ وسایل ،  ۴۸ قلمه په لابراتور  کې د مصنعوي القاح مصرف کیدونکي توکي  د سپرم دکتنې له ماشین سره ،  یو پایه د سایلج او بال کوولو ماشین، او همدا راز ۵۱ قلمه د کب روزلو  وسایل پلورل شوي دي.
    12. د هیواد په ۴ ولایتونو کې د چرګانو  ۴ بابه مارکیټونه رغول شوي دي
    13. د کابل  په  ریشخور کې۳  د مالداري څیړنیز  فارمونه جوړ شوي دي
    14. په بلخ ولایت کې د غواګانو  ۳ فارمونه، چې هر یو یې د ۱۰ غواګانو وړتیا لري ، د کرنې وزارت  په ۴۰ سلنه برخه او د خصوصي سکټور په ۶۰ سلنه برخه اخیستو جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.     
    15. د نسلی، غوښینو، هګی ورکوونکو او سوداګریزو چرګانو ۳۹ فارمونه، چې هر یو یې د (۵۰۰۰، ۱۰۰۰۰، ۲۵۰۰۰ او ۳۰۰۰۰) وړتیا لرونکي چرګانو  دي او همدا راز د ۱۶ چرګوړو ایستو  ماشینونو،چې هر یو یې د ۱۵۸۴۰۰ هګیو وړتیا لري د کرنې وزارت په ۴۰ سلنه  او د خصوصي سکټور په ۶۰ سلنه مالي لګښت سره جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
    16. د ۴۳۰ تنه مالدارنو لپاره  په ژمي کې د څارویو د خوارکي توکو برابرولو په پار روزنیزې برنامې جوړې شوي دي.
    17.  د چرګانو د انفلونزا  د مخنیوي په پار  افغانستان ته د  «H5N8» ډول  چرګانو او محصولاتو  په واردولو بندیز لګول. د یادونې وړ ده، چې دغه ډول چرګان د ایران  رسمي بنسټونو او د  څارویو د نړیوا ل روغتیايي سازمان د دقیقو اطلاعاتو پر اساس د ښآري اوسیدونکو  د روغتیا ساتنې  او د  چرګانو د فارمونو د خوندیتوب په پار له ایران هیواد څخه  منع کړای شوي دي.
    18. له پاکستان، او نورو هیوادونو څخه افغانستان ته له اتلس میاشتو څخه  زیات زړو  چرګانو واردول«مورنی ستاک او یخ وهل شوي» منع شوي دي.دغه ډول چرګان د «ثقیلو فلزاتو» او  په غوښه کې  روغتیا ته د نورو زیان رسوونکو توکو په لرلو سره ، تر دې مهاله د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې ۲۵۰۰ کیلو ګرامه غوښه  له منځه وړل شوې ده. د یادونې وړ ده، چې د دا ډول وارداتو د مخنیوي په ترڅ کې   سوداګر هڅول کیږي، چې د جرګانو په بیلا بیلو برخو کې پانګه اچونه وکړي.
    19. د هرات، او بلخ د کرنې په ریاستونو کې  دشاتو مچیو  د روزولو د مرکزونو  د جوړیدو کار بشپړیدل.
    20. د قرنطین او د وترنری د عامه روغتیا څلور کړنلارې او همدا راز د ناروغیو  د کنترول ملي پلان ترتیب شوی دی، په ۳۴ ولایتونو کې  د بروسلوز ناروغی د کنترول ملي برنامي پلي او ارزول شوي دي.
    21. په ولایتونو کې ۲۸۹ سوداګریز او غوښین فارمونو په معیاري ډول رغول شوي دي او په دغه فارمونو کې تر دې مهاله  ۳.۱۸ میلیونه غوښین چرګان تولید او بازار ته وړاندې شوي دي.
    22. د شاتو مچیو روزلو په برخه کې ۳ زره کسانو ته  روزنه ورکول او همدار راز د لومړي ځل لپاره د هیواد په داخل کې د شاتو مچیو د تکثیر په پار  د شاتو مچیو د ملېکې روزل  تر سره شوي دي. بله خوا د شاتو مچیو په برخه کې د تکنالوژي  نوي سیستمونه پلي شوي  او له ۱۸۰۰ ټنو څخه زیات شات یې بازار ته وړاندې کړي دي او همدا راز د شاتو مچیو روزلو ټولنه د لومړي ځل لپاره  رامنځته شوې ده.
    23. د  هیواد په ۵ ولایتونو کې د ۲۵ غوښینو سوداګریزو فارمونو د جوړیدو کار، چې هر یو یې د ۵۰۰۰ قطعو چرګانو وړتیا لري دوام لري.

 

  1. د طبیعي سرچینو د منظموالي برخه:
    1. د ۸۰۲۵ هکتار ځنګل، آبریزو، څړځایونو، زرغون کمربند، د طبی بوټو، مصنوعي ځنګلونو د جوړیدو کار په مرکز او ولایتونو کې بشپړ شوی دی او له ۶.۴ میلیونه څخه زیات بې میوې نیالګي  تولید شويدي. د ۱۳۰۰ متره په اوږدوالي چکدم جوړې شوي دي او شاوخوا ۴۰۰۰۰ د جلغوزیو نیالګي تولید شوي دي. همدا راز د ځنګلونو د ساتنې په پار د ځنګلونو ساتنې  ۱۰ ټولنې ثبت شوې دي.
    2.  د ۲۱۶ هکتاره روان ریګونه تثبیت شوي دی، په ۱۶ هکتاره کې د قلمو د تولید او د وښو د تخمونه مرکزونه بشپړ شوي دي او همدا راز په ۱۵ ولایتونو کې د د څړ ځاینو ۳ ټولنې بشپړې شوي دي. بله خوا ۴۰۰د ځنګلونو د ټولنو غړو ته د ځنګلونو،  څړ ځایونو او د طبي بوټو   د رغونې، ساتنې او له هغې څخه د ګټې اخیستني په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده .
    3. په ۲۱۹ جریبه ځمکه کې د جوړې شوې قوریې څخه له ۲ میلیونه څخه زیات اصل نیالګي لاسته راغلي دي.
    4. د امیر بند د پارک د اوبو شبکه جوړه شوې ده او د ۱۰۰۰ متره په اوږدوالي یې  پلې لار په پاخه او په تیږو باندې پوښل شوې ده ،  د واخان ملي پارک، د امیر بند  او د کول حشمت خان  د سیمو د ساتنې لپاره ۳۹ کسه پرسونل په دندو ګمارل شوي دي.
    5. په دوه ولایتونو کې د سیلابونو څخه د کرنیزو ځمکو  د خوندیتوب په پار د ۱۴۰۰ متره په اوږدوالي استنادي دیوال جوړ شوی دی.
    6. ۱۹۷۳۵۳۹ اصله نیالګي او د ونو ۷۸۰۹۱۱۱ تخمونه، چې په مستقیم ډول سره کرل شوي وو د اوبو لګولګو  تر پوښښ لاندې راغلي دي . د ۸۴۰۵۸۱ متره په اوږدوالی تراس او شاوخوا د ۳۰۰۰ متره په اوږدوالي د ځنګلونو سرک جوړ شوی دی. همدا راز په دغه سیمو کې د ۵ بابه د اوبو لګولو د شبکو کار  بشپړ شوی  او ګتې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
    7. د وزارت په داخل کې د باران د اوبو د راټولولو او له هغې څخه د ګټې اخیستنې په پار د اوبو د راټولو لو ۲ زیرمې جوړې شوې دي.
    8. د Tissue Culture laboratory د انساجو د تکثیر او د مورنیو  میوه لرونکو نیالګیوMother  د تولید په پار د لابراتو یوه ودانی جوړه شوې ده او دغه لابراتوار په یوه موسم کې د  ۲ میلیونه نیالګیو د تولید وړتیا لري. او د جوړیدو  چارې یې تقریباْ بشپړې شوې دي. او همدا راز ددې فارم د سمبالتیا چارې به  د ۱۳۹۸ مالي کال په لړ کې  بشبړې شي.

 

  1. د ښخو د ملاتړ برخه:
    1. د مرکز او ولایتونو په کچه له ۱۲۸۹۰۶ څخه زیاتې ښخې د کرنې وزارت د روزنیزو برنامو تر پوښښ لاندې راغلې دي.  کورني وړو بڼونو جوړول، د وړو شنوخونوجوړول، د چرګانو د وړو فارمونو جوړل، د شیدو ورکولو وزو فارمونو جوړول، زعفران، د لنبي محصولاتو بسته بندي او پروسس هغه برخې دي، چې ښخو ته په کې روزنه ورکړل شو ېده او همدا راز  ۱۲۸۹۰۶ واړه کورني بڼونه ښخو ته رغول شوي دي.
    2. ۴۰۰ بیوزله ښخو ته ۸۰۰ شیدو ورکونکې وزې ، ۳۰۰ بې وزولو ښخو ته ۶۰۰ د شاتو مچیو صندقونو او ۱۱۰ کیلوالي ښځو ته ۱۱۰  د شیدو غواګانو ورکړل شوی دی.
    3. ۸۰۰ ښخو ته  د خوراکي توکو د پروسس ۲۱ قلمه توکي ورکړل شوي دي او همدا راز د سمارقو ۱۰۰ واحدونه جوړ شوي دي.
    4. ۱۱۰۰ بابه نیمه سوداګریز فارمونه، چې هر یو یې د ۱۰۰ نه تر ۵۰۰ قطعې وړتیا لري، ښځو لپاره جوړ شوي دي. او همدا راز په کابل کې ۲۰۰ ښخو ته دچرکانو ۴۰۰۰ قطعه ایز فارمونه ورکړل شوي دي.
    5. ښځو ته د ( ۳۰ نه تر ۱۰۰ ) وړتیا لرونکی د چرګانو واړه  ۲۲۹۴۴ فارمونو  او شنې خونې ورکړل شوي دي.
    6. په کابل، پروان او لوګر کې  د ښځو د ملاتړ په پار،  ښځو ته  د میوو او سیزیجاتو د پروسس ۴ بابه مرکزونه جوړ شوي دي او همدا راز د ښځو د پیاوړیتا  لپاره ۲۰۰ د بزګر ښوونځي جوړ شوي دي.
    7. د ښخو د وړتیا لوړونې په پار ۵۳۹۳۰ تنه ښځو ته  د مالدارئ او ترویجي کرنې  خدمتونه وړاندې شوي ډي.

 

  1. د زیربناوو او خصوصي سکټور څخه د ملاتړ برخه :
    1. په ننګرهارکې  د دوه نیم میلیونه  هګیو د القاح وړتیا لرونکي د چرګانو د مورنی سټاک د  دوو فارمونو د جوړیدو کار، په ننګرهار کې د ۱.۲ میلیونه وړتیا لرونکي د چرګوړو ایستلود یو فارم رغول او په کابل کې په کال کې د ۳۰۰۰۰ ټنه وړتیا لرونکي د چرګانو د خوراکي د تولید فابریکې د جوړیدو کار بشبړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
    2. د کرنې، وترنري او د کرنې انسټیټیوټ فاکولتو ۱۱۰۸ تنه زده کړیالانو  ته د شاتو مچیو روزلو، مصنعوي القاح او کب روزولو په برخو کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوي دي.
    3. د بیلا بیلو ولایتونو د شاتو مچیو روزلو کوپراتیفونو  لپاره ۱۸۸۰۱.۵ کیلو ګرامه موم، ۲۸۲ دانې رویکش، ۴۲۸۲تجردي تختې ورکړل شوي دي.
    4. د هیواد دکروندګرو داقتصادی کچې د لوړاوي په پار   ۵۶۵ میلیونه څخه د زیاتو افغانیو  شرعی او واړه پورونه ورکړل شوي دي.
    5.  د  ۱۳۹۷یم مالي کال په ترڅ کې د کرنې وزارت د پلان مطابق  د ۵ سیلوګانو او  غلو دانو د یوې ستراتیژېکې زیرمې د جوړیدو کار ۵ سلنه مخ ته روان دی او لا جریان لري.
    6. د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۸۵ سلنې کار په پرمختګ سره د ۱۷ کرنیزو څیړنیزو فارمونو  بیا رغونه  روانه ده.
    7.  په ۱۳۹۷یم مالي کال په ترڅ کې د کرنې وزارت د پلان مطابق  د ۵ سیلوګانو او  غلو دانو د یوې ستراتیژېکې زیرمې د جوړیدو کار ۵ سلنه مخ ته روان دی او لا جریان لري.
    8. په فاریاب، پنجشیر او پکتیا ولایتونو کې د ۳ بابه ګدامونو د جوړیدو کار د ۷۶ سلنې پرمختګ سره تر کار لاندې دي.
    9. په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د په پرمختللې بڼه د څلور بابه مسلخونو د ودانیو د جوړیدو کار بشپړ شوی دی ، د مسلخونو ماشینونه هم اخیستل شوي  او مسلخونو ته لیږل شوي دي، د یادونې وړ ده، چې یاد مسلخونه به د دوه راتلونکو میاشتو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .  
    10. په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې په پرمختللې بڼه د څلور بابه مسلخونو د ودانیو د جوړیدو کار بشپړ شوی دی ، د مسلخونو ماشینونه هم اخیستل شوي  او مسلخونو ته لیږل شوي دي، د یادونې وړ ده، چې یاد مسلخونه به د دوه راتلونکو میاشتو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي . 
    11. د وزارت د دفتر د  مقام د څلور پوټه ودانۍ د جوړیدو چاري  روانې دي.

 

  1. د بنسټونو د اصلاحاتو برخه( پالیسی، طرحې، مقررې، مالي او حسابی، تدارکات او روڼتیا)
    1. د کابینې لخوا د غنمو اخیستلو کړنلاره منظوره شوې ده او د کرنیزو تخمونو پالیسی  ترتیب او عملي کار یې پیل شوی دی.
    2. د جمهوری ریاست د مقام په منظوری سره د اوبو لګولو ملي برنامه  وروستی شوې ده او دمګړی  د اوبو لګولو د ۳۰۰۰ شبکو نقشې  د اوبو لګولو په ملي ډیټابیس کې ځای پر ځای شوي دي. همدا راز د هیواد په پنځو زونونو کې د هوا پیژندنې  آلات نصب شوي دي.
    3. د غنمو ملی برنامه  د غنمو پر ځان د بسیا کیدو په پار تر راتلونکو پنځو کلونو پورې  وروستی شوې ده او همدا راز  په کرنې وزارت کې  د خوارکی توکو د خوندیتوب ستراتیژي  بشپړه شوې ده. بله خوا د غنمو ملي بورد ته د پسرلنیو او ژمنیو  غنمو د کښت ۶ نویې ورایټي ور پيژندل شوي دي.
    4. د څړ ځایونو د قانون مسوده ، د ساتل شویو سیمو د منظموالي  د کړنلارې طرحه، د ساتنې په کړنلاره کې د تعدیل طرحه او د طبی  او وحشی بوتو  ګتې اخیستنې ته سپارل  او د طبیعي منابعو او د ځنګلونو د   ملي برنامې طرحې شروع بشپړه شوې ده.
    5. د څړځایونو لپآره  د طبي بوټو د قانون طرحه او موقته کړنلاره  بشپړه شوې او همدا راز د زرغون افغانستان مقرره هم بشپړه شوې ده.
    6. د کابل زرغون کمربند  برنامه ترتیب او وروستی شوې ده، او په اوو سیمو کې د څیروونکو ژوو  د ژوند د ډولونو لست توحد او ثبت شوی دی  او د طبعي سرچینو د تنظیم ملي برنامې پروپوزل  هم بشپړ شوی دی.
    7. د ترویج ملي پالیسی جوړول او د هغې وروستي کول،  د ملي ترویج مادل  او د ملي ترویج د ماډل Farmers Learning and Resources Center  د طرحې عملي کول.
    8. د کرنیزو څیړنو د ملي ستراتیژی او پالیسی برابرول.
    9. د کییمیاوي سرې د قانوني پړاوونو  ترسره کول.
    10. په کرنه کې د ښخو د ملي ستراتیژی ترتیب او برابرول.
    11. د بڼوالۍ د پالیسی د پړاونو  آماده او برابرول.
    12. د کرنې د لارې د نقشې  د پړاوونو برابرول.
    13. د چرګانو  د صنعت د پراختیا  د طرحې برابرول.
    14. د فراه ولایت د عناب د ودې د طرحې برابرول.
    15.  د پستې او تورې ځیرې د باغونو د جوړنې په پار  د آبریزو د منظموالي د طرحې برابرول.
    16. په لغمان ولایت کې د اور سوځونې د کنترولولو د طرحې برابرول.
    17. د وریجو د حاصلاتو د لوړوالي ملي پالیسی برابرول.
    18. په  پکتیا، خوست  او پکتیکا ولایتونوکې د کورنیو چارمغزو او جلغوزو د قوریو د جوړیدو د طرحې برابرول.
    19. د څارویو د روغتیا د خطرونو د ارزونې د کړنلارې او د قوریو د جوړیدو د طرزالعمل د پړاونو  برابرول.
    20. د کرنیزو تخمونو د کیفیت د کنترول د کمیټې د کړنلارې  د پړاونو برابرول.
    21. دکرنې، اوبولګولو او مالدرائ وزارت د ترسره شویو اجراتو د منظموالي د مقررې  برابرول.
    22. په زابل او دایکنډي ولایتونوکې  د بادامو د بازارموندنې ، بسته بندی، تولید او پروسس د  طرحې برابرول.
    23. په وچو سیمو(Dry Land Farming Strategy) کې دکرنې وزارت  د ستراتیژی او پالیسی  برابرول.
    24. د کروندې، د تخمونو د ازمایښتی لابراتوار،  د کرنیزو تخمونو د روغتیايي لارښود او لابراتواري تجزیې د څارنې د کړنلارې  برابرول.
    25. د ننګرهار کانال د شرکت جوړونې د پړواونو بشپړیدا.
    26. د سبزیجاتو او ګل خانو ، د پیازو او کچالو، د غوښینو، نسلي او هګی اچوونکو  چرګانو د فارمونو، لبنیاتو، آنارو، انګورو، شاتو مچیو روزلو، پنبې،  د خصوصي سکټورونو لپآره  د سوداګری او بازارموندې  په برخو کې  په ملي ژبو  لارښودونه ترتیب او برابر کړي  او پاتې نور یې د ( غنمو، وربشو، جوارو، حبوباتو ، وښو،ګني او نورو ) برخو کې تر کار لاندې دي.
    27. د ۱۸ قلمه زنځیري کرنیزو محصولاتو له ډلې  د  ۱۱ (  جلغوزې، غنم، زعفران، وربشې، پنبه، پسته، لبنیات، چرګانو روزلو، زیتون، مڼه او آنار)پکې  شامل دي  طرحه یې بشپړه شوې ده.
    28. د آبریزو او شنو ځایونو، د اوبو لګولو د شبکو د ډیزاین، ، د  اوبولګولو د شبکو د  ساتنې او مراقبت ، د طبی نباتاتو، د څار اوارزونې ، رغونې ، د ځنګلونو د ساتنې او منظموالی او د څړ ځآیونو  لارښودونه جوړ او برابر شوي دي.
    29. د مالي، تدارکاتو، د معلوماتي تکنالوژی او د مرکزي بشري سرچینو  د روڼتیا په پار د سیستمونو رامنځ ته کول.
    30. د تدارکاتو معلوماتي سیستم(د تدارکاتو بريښنايي سیستم) د اړوندو ریاستیونو په همږی سره  ترتیب شوي دي او دا مهال د اجرا وړ دي.
    31.  دپذیرش، آرشیف، د عرایضو د ثبت، د داخلي روابطو د مدیریت،  د مقام وزارت د غونډو د تنظیم او معلوماتو ، د افغانستان کرنیزه جنتری، د اطلاعاتو د معلوماتو د بیې او د معلوماتو د مرکزی سیستم  آنلاین سیستم  ډیزاین شوی دی . همدا راز د ولایتونو   او د بشري سرچینو  د مدیریتونو معلوماتي کرنیز سیستم به ډير ژر  ډیزاین شي.
    32. د اطلاعاتو آنلاین بانګ( بريښنايي آرشیف) د کرنې وزارت د ریاستونو او کارکوونکو د ورځنیو، اونیزو، میاشتنیو کارونو په وخت سره د سرته رسولو او کرنیزو محصولاتو د ورځنیو  بیو  او هوا پیژندنې ته د محصیلینو لاسرسی په پآر  ۱۵ کونټرونه د کارکوونکو لپاره او همدا راز ۱۲ پایې کمپیوټر، سکنر او د کاپي کوولو  ماشینونه  رامڼخ ته شوي دي.
    33. د لومړي ځل لپآره ددې وزارت لخوا  د کروندګرو او مالدارانو د روزلو  او په تیزه بڼه سره د کرنیزو بیلا بیلو لارو ښودلو په پار د زرغون افغانستان ویډیويي برنامه  پلې شوي ده. له دې لارې تر دې مهاله ۱۵۰ بیلا بیلې ویډیوګانې ثبت شوې دي  او د کوچني پروچکتور (PLCO Projector) له لارې د هیواد کروندگرو ته روزنه ورکړل شوې ده.
    34. د  وزارت په داخل کې د نظم، دسپلین او روڼتیا  رامنځ ته کیدو او همدا راز  د مراجعه کوونکو لپآره  په وخت او د  ښو خدمتونو وړاندې کولو  په پار د عامه اړیکو دفتر  او همدا راز د دې  وزارت د نورو  مرکزي ریاستونو او برنامو  دفترونه  د ۲۰ کونتر د ۲۰ کارکوونکو لپاره ، ۱۳ پایې سیسکو تلیفونو نصب، او د اعلاناتو په پآر ۱۸ سکرینونو په لګیدو سره   د وزارت څخه د وتلو په دروازه کې ( پذیرش)  جوړ شوي دي.
    35. په  کرنیزو تجارتي مالونو کې  د روڼتیا رامنځ ته کیدو  په پار له  پاکستان هیواد سره د نباتاتو د قرنطین او روغتیا ساتنې  تصدیق پانه ،چې له کلونو څخه را پدیخوا جعلي وه ، دمګړی د وزارت له رسمي  تصدیق پانې څخه ګټه اخیستل کیږي.
    36. د کرنیزو تخمونو ۲۸ تولیدونکي په فساد تورن شرکتونه ،   له څیړنو وروسته  څارندوالی ته ورپیژندل شوي دي.
    37. د  روڼتیا رامنځته کیدو په پارد کوپون له لارې  د کرنیزو تخمنونو د توزیع سیستم رامنخ ته  کول، تر څو په وخت سره وویشل شي او د لومړي ځل لپاره دغه پروسه په ځیني ولسوالیو کې په ازمايښتي ډول پلې شوې ده.
    38. له فساد سره د مبارزې په پایله کې ۷۵۰ میلیونه افغانی خوندي ساتل شوي دي او ۱۵ تنه هغه کارکوونکي، چې په اداري فساد سره تورن وو، بر علاوه پردې چې عدلي او قضايي ادراو ته ورپیژندل  شوي له دندې هم منفک شوي دي. 
    39. د مرکز او ولایتونو غیرې مالیاتي عواید، چې په هغې کې ( د کرنیزو ځمکو د اجارې کرایه، د دولتي ځمکو کرایه، د تخینکي وسایلو او تجهیزاتو کرایه، د بهادرو اسنادو خرڅلاو‎«روغتیايي سرټیفیکټ» د لبني توکو د خرڅلاو عواید، د کرنیزو محصولاتو خرڅلاو، د  حقوقي خلکو د جریمې او مجازات کولو او همدار راز متفرقه عواید) پکې شامل دي د ۶۸ سلنې په لوړ والي سره  یې عواید له 131.059.016 افغانیو څځه (219.588.593) افغانیو ته رسیدلی دي. همدا راز ددې وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال مصرف شوې بودیجه  ۹۵ سلنه وه.

 

  1. بیړني حالات:
    1. د صالح لوړپوړو چارواکو په لارښوونه سره د ۱۸ ولایتونو  مالدارنو ته ۲۹۶۹۸ متریک ټنه خوراکي توکي، ۳۹۸۳ متریک ټنه جوار او سپن واښه ورکړل شوي دي  همدا راز د ۱۷ ولایتونو مالدرانو ته  ۱۱۱۷۲ متریک ټنه  حیواني خوراکې توکو  لیږد دوام لري. او د ۱۲ ولایتونو مالدارنو لپاره د څارویو  ۴۰۵۵ متریک ټنه خوراکي توکو تدارکاتي پروسه  تر کار لاندې ده. د یادونې وړ ده، چې تر دا مهاله د ۱۳۹۷یم کال په ترڅ کې د  کرنې وزارت لخوا په   په ټولیز ډول۴۷۰۰۷ متریک ټنه  د څارویو د خوارکي توکي ویشل شوي دي.
    2. په (340030) جریبه ځمکه کې د بوټو د بیلا بیلو ناروغیو( ملخ، د خټکي د مچ، مورپتدار، د غنمو کفشک، د کچالو قاتغوزک، د انارو چنجی او د  بوټو کنې) پر وړاندې  هر اړخیزه مبارزه تر سره شوې ده. د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د  (3.278.873) اصله میوه لرونکواو بې میوې  ونو کې د مورپتدار  آفتونو پر وړاندې مبارزه شوې ده.  همدا راز په جوزجان، بادغیس، پکتیا، فاریاب او کابل ولایتونو کې  د بوټو د آفتونو د منځه وړلو ۵ ګدامونه جوړ شوي دي.
    3. په هرات، کابل، لوګر، کنړ، ننګرهار، بامیانو او کاپیسا ولایتونو کې په ټاکلي وخت  سره د  چرګانو د انفلونزا ناروغی د خپریدو  پر وړاندې مبارزه تر سره شوې ده. همدا راز د دې وزارت د  Card-F  پروژې له لارې د چرګانو زیان لیدونکو فارمونو سره   د ۱۵۰۰۰۰ قطعه ایزو چرګانو مرسته شوې ده.
    4. دغه وزارت د ۱۳۹۷یم مالي کال په ترڅ کې د هیواد د ۲۵ ولایتونو د طبیعي پیښو او بي ځایه شویو  کسانو ته د لوړ رتبه مقاماتو د فرامینو  او احکام پر اساس   د بلخ، پلخمري او بدخشان ولایتونو له سیلو ګانو، همداراز د تخار، کندز،د  هرات مرکزي سیلو،  د کندهار ګدام، هلمند کرنیز ګدام، غزني، لغمان، ننګرهار، بادغیس غور، زابل او نیمرزو  سیلو ګانو څخه یې(188959.180)متریک ټنه  غنم  ویشلي دي. همدا راز  دا مهال د هیواد د ۱۸ ولایتونو په  مرکزي سیلو ګانو او ګدامونو کې  (63832.210)ټنه غنم شتون لري.