البدر: د هېواد په کچه د وطني تولیداتو لوی تولیدي کمپلکس

naim.rezai
البدر: د هېواد په کچه د وطني تولیداتو لوی تولیدي کمپلکس

 په وروستیو کلونو کې حکومت د خصوصي سکټور ودې او پراختیا ته ډېره پاملرنه کوي، او له بېلابېلو لارو د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او په هره برخه کې ورته د کار او فعالیت زمینې برابروي، چې ورسره وطني تولیدات معیاري شوي او ترڅنګ یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د حکومت ملاتړ او هلې ځلې ددې لامل شوې، چې په هېواد کې تولیدي فابریکې او کمپلکسونه ورځ تر بلې وده وکړي او خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي. په هېواد کې د تولیدي کمپلکسونو له ډلې یو هم د البدر تولیدي کمپلکس دی، چې د هېواد په کچه لوی تولیدي کمپلکس ګڼل کېږي.
د البدر تولیدي کمپلکس په ۱۳۹۴یم کال کې وطني تولیداتوڅخه د ملاتړ، د وطني تولیداتو په ځان بسیاینه او هېوادوالو ته د دندې د پېداکولو په موخه خپل فعالیت پیل کړی دی.
د البدر تولیدي کمپلکس د کابل ولایت د بګرامیو په ولسوالۍ کې په۲۵۰ جریبه ځمکه کې د۲۵۰ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی دی، چې دمګړۍ په ۱۲ برخو کې کړنې ترسره کوي، چې په کې د البدر د وریجو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه، د البدر د حبوباتو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه، د البدر کارتن جوړولو فابریکه، د البدربوجۍ جوړولوفابریکه، د البدرچرګانو فارم، د البدرمالدارۍ فارم، البدرتصفیه شویو ډبروسکرو فابریکه، د البدرمعدني اوبو تولیدي فابریکه، البدروطني دال، البدروطني غوړي، د البدرغنمو او وړو پروسس او بسته بندۍ فابریکه او د البدرکرنیزبڼ شامل دي.
د البدر تولیدي کمپلکس عمومي رییس او بنسټ اېښودونکی بازمحمد غیرت وویل، چې په دې کمپلکس کې په نېغه او نانېغه ډول زرګونه کسان په دندو بوخت دي.
بازمحمد غیرت وویل، دالبدر تولیدي کمپلکس کې ۲۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او یاد کمپلکس د هېواد په پنځو زونونو کې استازولۍ لري.
د ښاغلي غیرت په خبره د یاد کمپلکس د غنمو او وړو د پروسس فابریکه په ورځ کې د ۸۰ ټنه وړو د پروسس وړتیا لري او د هېواد په کچه له ۲۵۰زره بزګرانو سره تړون لري. یادو بزګرانو ته په وخت اصلاح شوي تخمونه ویشې او حصلات یې د بازار له بیې څخه لس افغانې ګرانه اخلي او د کښت په جریان کې....
 دېته ورته نورو ستونزو ته حلارې لټوي.
د البدرتولیدي کمپلکس د شمال زون مسول محمد جمیل افغان وایې، د البدرد چرګانو دانې جوړولو فابریکه د ورځې ۱۵۰ټنه د چرګانو دانه تولید وي، چې درې نمبرې لري، چې د ۱۰ – ۲۰ او ۳۰ نمبرونو په نومونو یادېږي. د هغه په خبره لسم نمبر یې له لومړی ورځې بیا ترلسمې، شلم نمبر یې له لس تر شلو ورځو او دېرشم نمبر یې له هغه وروسته ورکول کېږي. د البدر د حبوباتو د پروسس او بسته بندي فابریکه بیا په ورځ کې د ۱۲۰ ټنه دانې د تولید وړتیا لري.
د البدر د وریجو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه د کاینات، زود رس، سرخه زراعتي او شاه لونګي وریجو په نوم څلور ډوله وریجه تولیدوي او یاده فابریکه په ورځ کې د ۱۲۰ ټنه وریجو د پروسس او بسته بندۍ وړتیا لري. ددې ترڅنګ یاد کمپلکس څلور ډوله دال د البدرمسیور دال، دال نخود، البدردال او دال مټر په نوم وطني دال هم تولیدوي.
د البدر تولیدي کمپلکس د بوجۍ او کارتن جوړولو فابریکه، په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ زره بوجیو د تولید وړیتا لري او د کارتن جوړو فابریکه یې بیا په ورځ کې د ۳۰ زره کاتن جوړولو وړتیا لري.
د البدرتولیدي کمپلکس په دې سربېره د ډبرو سکرو فابریکه هم لري، چې د ورځې ۹۰ ټنه د ډبرو سکاره پروسس او بسته بندي کوي.
د محمد جمیل افغان په وینا د البدرتولیدي کمپلکس د پورته څانګو ترڅنګ د چرکانو فارم، د مالدارۍ فارم او د البدرکرنیز بڼ هم لري. د افغان په ټکو د چرګانو په فارم کې ۳۰۰زره چرګان روزل کېږي. د مالدارۍ په فارم کې واړه او لوی څاروي شتون لري اود البدر کرنیزبڼ بیا په ۱۴۷ جریبه ځمکه جوړ شوي او ټولټال ۱۲۰ رزه مېوه لرونکې نیالګي پکې اېښودل شوې دي چې ډیری نیالګي یې د مڼو، ناک، شفتالو او انګور دي.
دغه راز یاد کمپلسک د هېواد په کچه د لبنیاتو، حبوباتو او چرګانو دانې جوړولو درې لوی نوې او عصري لابراټوارونه هم لري، چې د مسلکي کارکوونکو له خوا پرمخ وړل کېږي.
یاد کمپلکس په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لوی تولیدي کمپلکس دی، چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.