د چرګانو روزنې د صنعت د ودې په پار هڅې: هېواد کې سږکال یوزر او ۹۰۰ غیر فعال فارمونه بیا فعال شوې دي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۵:۳۰
امسال یک‌هزار و ۹۰۰ فارم مرغ‌داری دوباره فعال شد

۱۲ سلواغه ۱۳۹۹
د ډېرو افغانانو شغل کرنه او مالدارۍ ده. د چرګانو ساتلو فارمونه په ځانګړې توګه د ښځو له پاره د عاید ترلاسه کولو مناسبه لاره ده. خو افغان کورنۍ د فارمونو د پراخولو له پاره پوره اقتصادي وړتیا او مهارت نه لري. د افغانستان حکومت د نړیوالو سازمانونو په مرسته له دغو کورنیو سره مرسته کوي، ترڅو له یوې خوا هېواد د چرګانو غوښې او هګیو په برخه کې پرځان بسیاشي او له بلې خوا د بېوزلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او خلکو ته د کاروبا زمینه برابره شي.
هېواد کې د چرګانو روزنه په دې وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې میلیونونه ډالره پانګونه شوې ده.
سږکال هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یوشمېر وړو فارمونو ترڅنګ د چرګانو روزنې لوی فارمونه هم جوړ شوي دي او ترڅنګ یې د کرنې وزارت د مالدارۍ د لوی ریاست په خبره د هېواد په کچه د چرګانو روزنې یوزر او ۹۰۰ غیرفعال فارمونه هم بیا فعال شوي دي.
په یاد یوزر او ۹۰۰ بیا فعال شوي فارمونو کې لوی او واړه فارمونه شامل دي، چې واړه فارمونه یې د کرنې وزارت د مالدارۍ لوی ریاست په تخنیکي مشورې او مرستې د خصوصي سکټور له لارې او لوی فارمونه یې د کرنې وزارت په هغږۍ د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراتیایي ادارې د ځنځیري ارزښت پروژې (USAID -Value chain ) له خوا د ۷۰ سلنه لګښت په ورکولو سره بیا فعال شوي دي.
په افغانستان کې د چرګانو روزنې فارمونه جوړول لویه لاسته رواړنه ده، چې د کارموندنې، اقتصادي پیاوړتیا، ځان بساینې او د اقتصادی ودې او پرمختیا لامل کېږي
باید وویل شی، چې د کرنې وزارت د چرګانو روزنې د فارمونو او د چرګانو د غوښو او هګیو د تولیداتو د ډېرولو ترڅنګ د فارمې چرګانو روغتیایې برخې ته هم پاملرنه کړې ده، چې د افغانستان په ځېنو برخو کې د چرګانو ناروغیو تشخصیه کلینیکونه یې هم جوړې کړي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت