هلمند کې ۴۰ بېوزلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۴:۳۹
هلمند کې ۴۰ بېوزلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه

۸مرغومې ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي مرسته ددې ولایت  ۴۰ بېوزلو مېرمنو ته په خپلو کورونو کې د مرخېړیو روزنې په برخه کې د کار زمینه برابره کړه.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د مرخېړیو روزنې د ۱۵ اړینو توکو په وېش سره برابره شوې ده.
دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت  ۴۰ بېوزله مېرمنې د مرخېړیو د تولید او پروسس په برخه کې روزل شوي دي، چې پر یادو مېرمنو د مرخېړیو د روزنې اړونده توکي هم وېشل شوي دي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د مرخېړیو د روزنې په برخه کې د فعالیت زمینه ورته برابره شوې ده، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
باید وویل شي، چې تر دې مخکې هم د هلمند په ولایت کې سلګونو بېوزلو مېرمنو ته دکرنې او خوړو پروسس په برخه کې د کارزمینه برابره شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت