هلمند کې د ګلپيو کښت او تولید زیات شوي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۶:۵
هلمند کې د ګلپيو کښت او تولید زیات شوي

۶ مرغومې ۱۳۹۹
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د ګلپیو کښت او حاصلات تېر کال ته په کتو زیات شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ګلپیو کرکېله په دوه فصلونو کې کیږي، چې سږ کال یې حاصلات مخ په ډېرېدو دي.
د کرنې وزارت د ۱۳۹۸یم کال د احصایې مالومات ښیي، چې د یاد ولایت په ۱۶۹ هکتاره د ګلپیو کښت شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې څلور زره او  ۲۲۵ مټریک ټنو ته رسېده، خو سږ یې د حاصلاتو کچه مخ په لوړېدو ده.
دهلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د ګلپیو د تولید د زیاتوالي په پار کروندګرو ته روزنیزې برنامې، بېلابېل پراګرامونه او د کښت اړوند تخنیکي لارې چارې ور زده کړي، ترڅو په دې ولایت کې د ګلپیوکرکېله لا نوره زیاته شي او د کروندګرو په اقتصادي حالت کې بدلون روالي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت