کندهار او هرات کې د اوربشو سږني حاصلات زیات شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۴:۲۵
کندهار او هرات کې د اوربشو سږني حاصلات زیات شوي

۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کندهار او هرات ولایتونو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو چارواکي وایي، چې سږ کال یې د اوربشو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د یادو ولایتونو د کرنې ادارې د چارواکو په خبره، په یادو ولایتونو کې سږکال د اوربشو کروندې او حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
اوربشې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې کرل کیږي، چې کندهار او هرات یې تر ټولو لوی تولیدونکي ولایتونه ګڼل کیږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸ یم کال د مالوماتو له مخې د افغانستان په ۸۴ زره ۷۰ هکتاره ځمکه اوربشې کرل شوي وې، چې د تولید حاصلاتو کچه یې ۱۲۳ زره او ۵۷۶ ټنو ته رسېده، چې سږ کال دا شمیرې د بدلېدو په حال کې دي.
د کندهار او هرات د اوربشو د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه د اوربشو د کروندو زیاتوالی، پر وخت او ډېر اورښتونه او د اوربشو د بیو لوړېدل دي.
اوربشې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ښه حاصل ورکوي، چې لوی تولیدونکي ولایتونه یې هرات، کندهار، سرپل، بدخشان او فاریاب دي، چې هر کال له یادو ولایتونو په زرګونه ټنه اوربشې راټولیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۲۴
Background image

بلخ ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د بلخ د کرنې ریاست په همغږۍ ددې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د کندهار په تخته‌پل کې د لوی چکدېم جوړول؛ د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د کمښت د کچې ټیټولو په پار اغیزمن ګام

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی د بیانزو کلي اوسېدونکي د اوبو د زېرمه کولو د لوی چکډېم د کار له بشپړېدو هرکلی کوي او دا یې د سېلابونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۹
Background image

د لغمان دکرنې رییس په ختیځ زون کې دایران قونسلګرۍ له چارواکو سره وکتل

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ایران اسلامي جمهوریت د ختیځ زون قونسل مجید رضا پناه، د فرهنګي چارو مسؤل یحیی او د بهرنیو اړیکو مرستیال نجیب الله، د لغمان د کرنې،. . .

بازگشت