هلمند کې د ورځې څه باندې ۲۲ زره لیټره شېدې تولیدیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۴:۳۲
هلمند کې د ورځې څه باندې ۲۲ زره لیټره شېدې تولیدیږي

۲ مرغومې ۱۳۹۹
هلمند يو له سمسورو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د بېلابېلو سبو، غلو دانو او مېوو د تولید ترڅنګ، په دې ولایت کې د مالدارۍ صنعت هم غوړېدلی، چې ورسره په دې ولایت کې د لبني محصولاتو د تولید کچه هم لوړه شوې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په هلمند کې د دودیزې مالدارۍ ترڅنګ د غوا روزنې ۳۰ فارمونه چې، په هر فارم کې یې په منځنۍ کچه ۳۰ غواوې روزل کیږي شتون لري، چې له دغو غواوو څخه ډېر شمېر یې شېدې ورکوونکي او نور یې نرنسل، وچ نسل او خوسکي دي. د هلمند ولایت د غواساتنې په فارمونو کې څه باندې ۹۰۰ کسانو ته په نېغه او نانېغه توګه د دندې زمینه برابره شوې ده.
د چارواکو په خبره له دغو فارمونو څخه د ورځې ۲۲ زره او ۴۵۵ لیټره شېدې تر لاسه کیږي.
د هلمند د غواروزنې فارمونه ته په داسې حال کې د ودې زمینه برابره شوې، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت مالدارانو او ثبت شویو فارمونو سره په وړیا توګه د څارویو د خوراکي توکو، مصنوعي القاح او بېلابېلو واکسینونو مرسته شوې او ترڅنګ یې ددې ولایت مالدارانو ته روزنیز پروګرامونه هم په لاره اچول شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۷
Background image

د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مديره پلاوي غونډه ترسره شوه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مديره پلاوي غونډه د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثمانی په مشرۍ، د کرنې وزارت په مقر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د کرنې وزارت کې د پانګونې جلب او د ځمکو د اجارې ورکولو غونډه ترسره شوه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پانګونې د جلب او د ځمکو د اجارې ورکولو تر سرلیک لاندې غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د مولوی نورالدین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۳:۱۱
Background image

کندهار د چرګانو د دانې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته ورسېد؛ هره ورځ ۵۵۰ ټنه معیاري دانه تولیدېږي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت د معلوماتو او احصایې له مخې، په کندهار کې د ۹ فعاله تولیدي. . .

بازگشت