محمدیوسف: د کرکېلي د نویو لارو چارو په پلي کولو سره مې د وریجو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
محمدیوسف: د کرکېلي د نویو لارو چارو په پلي کولو سره مې د وریجو حاصلات ډېر شوي


۱ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې دکرنیزې ټکنالوژۍ او میکانیزه کرکېلي د دودولو په برخه کې تل هلې ځلې کوي ترڅو بزګران د کرنې له نوي ټکنالوژي سره بلد او میکانیزه کرکېلي سره بزګران وکولای شي، چې له خپلو کروندو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي، چې له یوې خوا د بزګرانو عواید ډېر شي او له بلې خوا هېواد د کرکېلي له پلوه پر ځان بسیا شي.
د هغو بزګرانو له ډلې، چې د کرنې وزارت له خوا د کرکېلي له نویو لارو چارو سره بلد شوي او میکانیزه کرکېله یې زده کړي دي یو هم د کندز ولایت د التي ګنبد دکلي اوسیدونکی محمدیوسف دی.
محمدیوسف وویل، چې کلونه کلونه یې په دودیزه بڼه بزګري کوله او د بزګرۍ له ټکنالوژي او میکانیزه کرکېلي سره نه وو بلد هغه وویل: «له کلونو را په دې خوا مې په خپله کرونده کې د وریجو کرکېله په دودیزه بڼه تر سره کوله؛ زحمت یې زیات خو حاصل یې په نشت حساب و.» د محمدیوسف د وریجو د کروندو حاصلات ځکه د کمیت او کیفیت له پلوه د قناعت وړ نه وو، چې محمدیوسف او دهغه په کلي کې نور کروندګر د کرکیلې له نویو لارو چارو سره په بشپړه توګه بلد نه وو او د کرکیلې اړوند چارې لکه د ځمکې هوارول، اوبولګول، تخم شیندل او د حاصلاتو راټولول به په دودیزه توګه ترسره کېدل.
محمدیوسف ته سږکال د کرنې وزارت اړوند د امو پنځمې سکټوري پروژې (P-ARBSP) له خوا د شولې د کرکېلي یوه ننداریزه قطعه جوړه شوه، چې حاصلات یې ډېر او د اوبو ضایعات یې کم و. یاد ننداریزه کرونده ددې پروژې د مسلکي کارکوونکو له خوا د RIPA»  »  یا خطي سیسټم په بڼه کرل شوې وه. او په دې ننداریزه کرونده کې د محمدیوسف ترڅنګ ددې کلي ۹۵ بزګران د وریجو د کرکیلې نوي لارې چارې لکه د ځمکې هوارول، اوبولګول، په کرونده کې له کیمیاوي او حیواني سرو ګټه پورته کول، تخم شیندل، دهرزه بوټو لري کول او همدارنګه د حاصلاتو راټولولو نوي او عصري لارې چارې زده کړل.
محمد یوسف ددې ننداریزې قطعې په هکله وایي: «پخوا به مې د وریجو کرکیله په عنعنوي ډول تر سره کوله خو سږ کال د امو پنځمې سکټوري پروژې په مرسته د« RIPA» په شکل د شولو یوه ننداریزه قطعه راته جوړه شوه، چې حاصل یې خورا ډېر او د اوبو ضایعات او د کیمیاوي سرې مصرف یې لږ او همدارنګه رېبل يې آسانه وه.» محمدیوسف وویل، چې په نوي او عصري بڼه د وریجو کرکېله له اقتصادي پلوه دده ژوند بدل کړ.
محمدیوسف وایي: «ددې ننداریزې قطعې په لېدو به تل په همدې شکل د وریجو کرکېله کوم، ځکه هم یې چارې اسانې دي او هم یې حاصل ښه دي. د کرنې وزارت څخه هم مننه کوم، چې په هره برخه کې له موږ بزګرانو سره مرسته او همکارۍ کوی.»
هغه زیاته کړه، په رواجي سیستم کې د یو جریب ځمکي لپاره مې تېرکال ۳۵  کیلو ګرامه تخم وکارول او له یادې کروندې څخه مې یوزر او ۱۴۵ کیلو حاصل ترلاسه کړه خو په خطي سیستم کې د همدې ځمکي لپاره مې سږکال یوازې شپږ کیلو ګرامه تخم  وکارول او په پایله کې مې یوزر او ۶۸۰ کیلو ګرامه وریجې راټول او له دې لارې مې نږدې ۶۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړه. محمد یوسف وویل: «په خطي سیستم کې خیشاوه په آساني سره ترسره شوه خو په رواجي سیستم کې موږ د خیشاوه کولو په برخه کې له خورا ګڼو ستونځو سره مخامخ و.»
دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرل د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړیږي. په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.د چارواکو په خبره که چیرې شولې په محلي توګه دپاشان په ډول وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه یې په منځنۍ کچه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري توګه د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه یې په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.
له همدې امله دکرنې وزارت دترویج کارکوونکي په کلیو او ولسوالیو کې دیاد میتود درواجولو په موخه بزګرانو ته د شولې ننداریزې قطعې جووړوی.
باید وویل شي، چې د امو پنځمې سکټوري پروژه (P-ARBSP)د هېواد په درو ولایتونو «بدخشان، تخار او کندز» کې د نورو کړنو ترڅنګ د وریجو، لوبیا، پنبې، غنمو او جوارو ننداریزې قطعې جوړوي او په دغو ننداریزو قطعو کې د یادو سیمو بزګرانو ته عملی او نظري زده کړې ورکوي. د امو پنځمې سکټوري پروژه (P-ARBSP)د آسیایي پراختیايي بانک (ADB)  او اروپایي (EU)له خوا تمویلیږي.