ننګرهار کې د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز له لارې۷۰۰ بزګران روزل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۶:۱۵
س


۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې«SNaPP2» په همکارۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې یوازې ددې ولایت د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» په مرکزي څانګه کې ۷۰۰ بزګران روزل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس انعام الله صافی وایي، نږدې درې کاله وړاندې دکرنې وزارت له خوا د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» د جوړېدو طرحه رامنځته شوه، چې په همدې موخه د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا هم په یوشمېر ولسوالیو او مرکز کې د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکزونه جوړ شول.
د ښاغلی صافی په خبره، له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې«SNaPP2» په همکارۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې یوازې ددې ولایت د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» په مرکزي څانګه کې ۷۰۰ بزګران په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې په دغو روزنیزو پروګرامونو کې بزګرانو ته د سبو، مېوو اوغلو د کرکېلي نوي لارې چارې او د یادو نباتاتو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي، په شنوخونو کې د کرکېلي او حاصل ټولولو لارې چارې، کرنیزو عملیو، د سرې ورکولو وخت او ډول، حاصل ټولولو او ښاخ برۍ لارې چارې ښودل شوي دي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۱ زره او ۸۷۵ مالداران او بزګران د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۲۹
Background image

هلال ګروپ د ننګرهار څېړنیز مرکز د پیاوړتیا او پر سبو د څېړنو ترسره کولو کې مرسته کوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
هلال ګروپ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د هوکړه لیک په اساس د ننګرهار څېړنیز مرکز د پیاوړتیا او سبو اصلاح شوي تخمونو تولید په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د میدان وردګ ولایت بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د اوبو د زېرمې جوړولو چارې پیل شوې

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
 د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالي لومړۍ حصه ولسوالی سفیدکلا کلي کې د اوبو د زېرمې جوړولو عملي چارې پیل شوې.
یاده پروژه، چې د ډاکار مؤسسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالی کې د امونو نمونوي کرکېله مثبته پایله ورکړې

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د نوي کوټ کلي بزګرانو له‌خوا په نمونوي ډول کرل شوي امونه مثبته پایله ورکړې ده.
د یادې سیمې کروندګر. . .

بازگشت