د پکتیا د شاتو سږني تولید نږدې ۹۰۰ ټنه ده

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۰:۵۹
د پکتیا د شاتو سږني تولید نږدې ۹۰۰ ټنه ده

۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په هېواد کې د شاتو مچیو د وضعیت او کاروبار د ښه کولو د هلوځلو په پایله کې په پکتیا ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې وضعیت په بې ساري توګه مخ په ښه کېدو ده، شمېرې ښیي چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا ۴۵۰ واړه او لوی فارمونه شته، چې د شاتو د تولید سږني کچه یې نږدې ۹۰۰ ټنو ته رسېدلې ده.
د پکتیا د څارویو روزنې او روغتیایي چارو آمر محمد کبیر اسلیمي وایي، چې د پکتیا د ولایت په کچه د شاتو مچیو ۴۵۰ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۹۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.
د ښاغلي اسلمي په خبره، د پکتیا د شاتو په شاوخوا ۴۵۰ فارمونو کې د شاتو له ۹۵ زرو څخه تر ۱۰۰ زره صندوقه مچۍ روزل کیږي. یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوي، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شونشوبی، لاچي، سپېرکۍ او سنځله دي، چې په دغه ولایت کې خورا ډېر تولید او مینه واللري.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په پار پر فارم لرونکو د شاتو مچیو وېش، د شاتو مچیو روزنې او د صندوقونو د لېږد رالېږد په هکله فارم لرونکو ته عامه پوهاوی او پر فارم لرونکو د ناروغیو او افتونو ضد درملو وېش هغه چارې دې، چې سږکال تر سره شوي.
یاد ولایت د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري چې دا ددې لامل شوې، چې په دې ولایت کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي هلې ځلې کوي، چې د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې خلکو ته نورې اسانتیاوې هم برابره کړې ترڅو په هېواد کې د شاتو تولیدات ډېرشي، چې له یوې خوا د شاتو روزونکو عواید ډېر شي او له بلې خوانه هېواد له دې پلوه پر ځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت