ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات زیات شوي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۲ - ۱۴:۴۰
ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات زیات شوي

۲۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو ترڅنګ د املکو بڼونه هم کال تر بلې په پراخېدو دي، چې حاصلات یې هم ورسره کال تر بلې زیاتیږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی وایي، چې ننګرهار د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې، پراخه کرنیزې ځمکې، پریمانه اوبه او ښه هوا لري. ددې ولایت خاوره د هر ډول ونو او بوټو لپاره مناسبه ده، په همدې موخه په دې ولایت کې د سرو املوکو ګڼ شمېر بڼونه جوړ شوي دي.
ښاغلی صافی وویل، چې د ننګرهار د ولایت په کچه څه باندې ۶۰۰ جریبه د سرو املوکو بڼونه شتون لري، چې د املوکو کلنۍ حاصلات یې نږدې دوه زره او ۲۰۰ ټنو ته رسیږي.
انعام الله صافی وویل، چې د ننګرهار په ټولو ۱۴ ولسوالیو کې د املوکو بڼونه شتون لري، خو ددې ولایت د کامې، کوزکونړ، سره رود، بهسو او دره نور ولسوالیو کې د املوکو بڼونه ډېر دي.
ننګرهار کې ۲۴ ډوله املوک کیږي، د ننګرهار دکرنې د رییس په خبره دننګرهار د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې راتلونکی کال د یاد ۲۴ ډوله املوکو له ډلې پنځه ډوله «ثمرخېلی، واړه بېدانې، دوجوبریلانټ، جاپاني او صواتي» سره املوکو بڼونه جوړ کړي.
باید وویل شي، چې د  ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت