وحیدالله: میکانیزه کرکیلې سره مې د جوارو حاصلات پنځه برابره ډېر شوي

mail-admin
وحیدالله: میکانیزه کرکیلې سره مې د جوارو حاصلات پنځه برابره ډېر شوي


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې دکرنیزې ټکنالوژۍ او میکانیزه کرکېلي دودولو په برخه کې تل هلې ځلې کوي ترڅو بزګرانو د کرنې له نوي ټکنالوژي سره بلد او میکانیزه کرکېلي سره بزګران وکولای شي، چې له خپلو کروندو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي، چې له یوې خوا د بزګرانو عواید ډېر شي او له بلې خوانه هېواد د کرکېلي له پلوه پر ځان بسیا شي.
د هغو بزګرانو له ډلې، چې د کرنې وزارت له خوا د کرکېلي له نوي ټکنالوژي سره بلد شوي او میکانیزه کرکېله یې زده کړي دي یو هم د کندز د دشت ارچې ولسوالۍ اوسیدونکی وحیدالله دی.
وحیدالله وایي، چې کلونه کلونه یې په دودیزه بڼه بزګري کوله او د بزګرۍ له ټکنالوژي او میکانیزه کرکېلي سره نه وو بلد هغه وویل: «له کلونو را په دې خوا مې په خپله کرونده کې د جوارو کرکېله په دودیزه بڼه تر سره کوله؛ زحمت یې زیات خو حاصل یې په نشت حساب و.»
وحیدالله ته د کرنې وزارت اړوند د لاندې کوکچې د اوبو د زېرمو د پانګونې پروژې «LKISP» له خوا د جوارو د کرکېلي یوه ننداریزه قطعه جوړه شوه، چې حاصلات یې ډېر او د اوبو ضایعات یې کم دی.
وحیدالله ددې ننداریزې قطعې په هکله وایي: «پخوا به مې د جوارو کرکیله په دودیزه بڼه تر سره کوله خو سږ کال د لاندې کوکچې د اوبو د زېرمو د پانګونې پروژې «LKISP» له خوا د جوارو یوه ننداریزه قطعه راته جوړه شوه، چې حاصل یې خورا ډېر او د اوبو ضایعات او د کیمیاوي سرې مصرف یې لږ او همدارنګه رېبل يې آسانه وه.»
وحیدالله وایي: «ددې ننداریزې قطعې په لېدو به تل په همدې شکل د جوارو کرکېله کوم، ځکه هم یې چارې اسانې دي او هم یې حاصل ښه دي. د کرنې وزارت څخه هم مننه کوم، چې په هره برخه کې له موږ بزګرانو سره مرسته او همکارۍ کوی.»
هغه زیاته کړه، دا ننداریزه قطعه له دودیز ډول څخه خورا زیات توپیرونه لري، کمې اوبه ته اړتیا لری، ځمکه چې ځمکه یې په معیاري ډول هواره شوې ده او نورې چارې یې هم اسانې دي. وحیدالله وویل، چې دوی په رواجي سیستم کې د جوارو دوه جریبه ځمکي لپاره ۲۰۰  کیلو ګرامه سرې کارول خو په میکانیزه سیسټم کې د همدې ځمکي لپاره ۵۱ کیلو ګرامه سره وکارول شوه. د وحیدالله په خبره په دودیز ډول د جوارو کرکېله تر حاصل ټولولو اوه ځلې اوبه غواړي خو په میکانیزه کرکېله کې بیا څلور ځلې اوبه ته اړتیا لري.
وحیدالله وویل: «تېرکال مو له دوه جریبه ځمکې څخه ۶۸۰ کیلو ګرامه جوار ترلاسه کړه خو په میکانیزه کرکېلي سره مې سږکال له همدې دوه جریبه ځمکې څخه درې زره او ۶۰ کیلوګرامه جوار تر لاسه کړل، چې د حاصلاتو کچه یې پنځه برابره ډېر دي.»
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت اړوند د لاندې کوکچې د اوبو د زېرمو د پانګونې پروژې «LKISP» له خوا د یادې سیمې ۱۸۰ نور بزګران هم په بېلابېلو کرنیزو برخو کې روزل شوي دي او د کرنې وزارت یاده پروژه په پام کې لري، چې د کندز په ولایت کې ۱۱ نورې ننداریزې قطعې هم جوړ کړي.