کونړ کې د کب روزنې ۲۰ سوداګریز فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۹:۱۹
کونړ کې د کب روزنې ۲۰ سوداګریز فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴ لړم ۱۳۹۹
کونړ کې د کب روزنې چارې او فارمونه د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ ددې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کړي دي. ددغو مرستو او همکارویو په دوام داځل دکونړ ولایت په نرنګ، سرکاڼو او  څوکۍ ولسوالیو کې د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید هچري او ۲۰ بابه د ماهیو یوجریبه سوداګریز فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې د کرنې وزرات له خوا ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ او په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج په پار د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید هچري، چې د کبانو  د ۲.۲ میلیونه بچیو د تولید وړتیا لري او د کب روزنې ۲۰ بابه یو جریبه سوداګریز فارمونه چې هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالري جوړ او رسماً پرانیستل شول.
د کونړ د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي دي، چې په دغو پروژو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.
د کونړ د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کبانو ډېر شمېر فارمونه جوړ شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۴۰
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې له رییس سره وکتل

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» له رییس سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۳۸
Background image

د کندز ولایت د کرنې رییس د «راه نوین» دفتر له ولایتي مسؤل سره وکتل

۱۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد، د خپل کار په دفتر کې د «راه نوین» دفتر له ولایتي مسؤل محمد منیر نیازي. . .

بازگشت