دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د غور له استازو او قومي مشرانو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۸:۴۶
معین آبیاری و منابع طبیعی با نماینده‌گان مردم و بزرگان قومی ولایت غور درباره تطبیق پروژه‌های زراعتی گفت‌وگو کرد


۳ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، نن د خپل کار په دفتر کې په ولسي جرکه او ولایتي شوراکي د غور ولایت د خلکو استازو، مدني فعالانو او قومي مشرانو سره په دې ولایت کې د کرنې وزارت پر پلي کېدونکو پروژ او کرنیزو فعالیتونو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، د غور ولایت د ولایتي شورا استازو په دې ولایت کې د کرنې وزارت د پلي شويو پروژو او پروګرامونو ستاینه او مننه وکړه او وویل، د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د کرنې سکټور پراختیا ته لازمه پاملرنه شوې او د بزګرانو او بڼوالو ستونزې په پام کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د غور ولایت استازو هم په دې ولایت کې دکرنې وزارت له فعالیتونو مننه وکړه او هیله یې څرنګده کړه، چې په دې ولایت کې د کرنیزو فعالیتونو هڅې نورې هم پراخې او ګړندۍ شي. ددې ترڅنګ د غور ولایت قومي مشرانو او مدني فعالانو هم په دې ولایت کې دکرنې وزارت کړنې وستایلې او د نورو پروژو د پلي کېدو غوښتونکي شول.
یاد استازي وویل، چې په غور ولایت کې د انجې «هنګ» کرکېله دې باید پراخه شي او د کرنې وزارت دې دوی ته ددې زمینه برابره کړي، چې ددې ولایت په ۴۰ زره هکټاره ځمکه کې د انجې کرکېله ووشي. دغه راز د غور استازو په دې ولایت کې د مڼو او سبو سړوخونو، دکچالو او پیازو زېرمتونونو، د اوبولګولو سربندونو، او د لاسي صنایعو د ودې په پار د وړیو د پروسس د مرکز جوړولو غوښتنه هم وکړه.
په هم دې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري وویل، چې په ولایتونوکې د کرنیز پوټینشل پر بنسټ کار کیږي. هغه وویل، چې د غور ولایت پراخه جغرافیه، اوبه او طبیعي سرچینې لري، چې په موثر ډول باید ترې ګټه واخیستل شي. ښاغلي غفوري د غور ولایت استازو ته وویل، چې د خپلو وړاندیزونو څخه یو شمېر لومړیتوبونه د مسوولینو، ولایتي شورا او ولسي جرګې استازو له تایید وروسته په لیکلي بڼه د وزارت مشرتابه سره شریک کړي تر څو د ۱۴۰۰ لمریز کال په بودیجه کې ځای ورکړل شي او پاتې نور هغه به یې په راتلونکې کې تر سره شي. حشمت‌الله غفوري وویل، چې دکرنې وزارت انډولیز پراختیا ته ژمن دی او د مېوو سړوخونو او زېرمتونونو لپاره د ولایتونو کرنیزو محصولاتو ته په کتو کار کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت