هلمند کې د لمر ګل د دودولو هڅې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۴:۵۹
هلمند کې د لمر ګل د دودولو هڅې
۱ وږی ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د لمرګل کرکېله دود او حاصلات یې زیات کړي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د هلمند دکرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي بزګرانو ته د لمرګل د کرکېلي او حاصل ټولولو په پار فني سلامشورې ورکوي او روزنیزې برمانې ورته په لاره اچوي. ښاغلی الکو وویل: «دکرنې ریاست د فني او مسلکي کارکوونکو په مرسته ددې ولایت ځمکوال او بزګرانو ته د روزنیزو برنامو او ننداریزو قطعو په جوړولو سره د لمر ګل د کرکېلي او حاصل ټولولو په برخه کې روزنې او سلا مشورې ورکوو.»
لمرګل د تېلي نباتاتو په ډله کې ده، چې تېلي نباتات په بېلابېلو صنعتونو لکه د غوړیو جوړول، طبي درمل، سون توکو، حیواني تغذیي، انساني بېلابېل خواړه، اوبدل، صابون جوړول، پاڼې جوړل، عطرونو، سنګار توکو، قنادي محصولات، کانسرو، د انځور اخیستلو فلمونو، بېلابېلو کریمونو، مصنوعي پوټکي، د مکروب ضد مواد او په لسګونو نورو برخو کې کارول کیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۱۱
Background image

د کرنې وزارت اداري رییس سرپل ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ


۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د خالصه جایدادونو د تثبیت او اجاره ورکولو په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

بازگشت