پکتیا کې د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شو

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۱۳:۳۵
پکتیا کې د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شو
۱۶ زمری ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په کډون ددې ولایت د زرمت، لجه منګل، جاني خېل، ځاځی اریوب او میرزکې ولسوالیو پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین موموند وایي، چې ددې ولایت د مرکز او د زرمت، لجه منګل، جاني خیلو، ځاځی اریوب او میرزکې ولسوالیو پر ۱۰ مخکښو بزګرانو د زعفرانو د ۱۰ ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پنځه زره کیلوګرامه پیاز، تقویتي سره او کرنیزې کڅوړې، چې په کې «ماسک، دستکشې، پینس، المونیمي قطی، پلاستیکي سبد او پلاستیکي سطل» شامل دي وېشل شوي دي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د پکتیا مرستیالې آغلې انجنیر مطهره احمدزۍ په خپلو خبرو کې په یاده برخه کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کړنې وستایلې او په بزګرانو يې غږ وکړ چې، د زعفرانو روزنې، پالنې او ساتنې ته جدي پام وکړي. آغلې احمدزۍ دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله د کاري فرصتونو تر څنګ د بزګرانو د عوایدو لوړولو په برخه کې رغنده رول لري.
په ورته وخت کې د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د پکتیا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

بازگشت