هلمند کې د پستې بڼونه او نرسرۍ په پراخېدو دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۸:۲۶
هلمند کې د پستې بڼونه او نرسرۍ په پراخېدو دي
۱۸ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د همکارو موسسو او خلکو په همکارۍ په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د پستې ۳۴۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې ده.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د پستې د بڼونو په جوړولو کې د خصوصي سکټور ونډه د پام وړ دی.
ښاغلی الکو وایي: «له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د پستې د بڼونو جوړولو او ترویج په پار هلې ځلې کړندي شوي دي.»
یو تن مخکښ هلمندي بزګر محمدلعل، چې په خپلو ځمکو کې یې د پستې بڼ جوړ کړئ، وایي هر کال د پام وړ حاصل راټولوي او ترڅنګ یې د پستې د نیالګیو قوریه یې هم جوړه کړي ده، چې د کندهار ولایت ترڅنګ د هلمند په یوشمېر ولسوالیو لکه نوزاد، باغران، سنګین، دیشو، ګرمسیر، ګرشک، نادعلي، مارجه، ناوې او د ښار په ځینو سمیو کې په انفرادي توګه او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې له لارې د پستې نږدې لس زره نیالګي پلورلي او له یادو نیالګیو بزګران د پستې بڼونه جوړ کړي دي. محمدلعل اوس هم په خپل قوریه کې د پستې څلور زره نیالګي د پلور لپاره لري.
باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت