هلمند کې سږکال ۳۲۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولیدیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۲ - ۱۵:۳۷
هلمند کې سږکال ۳۲۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولیدیږي


۱۲ وری ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د غنمو او نخودو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په پار په ۶۳۰ هکټاره ځمکه کې د غنمو او نخودو تخمونه کرل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم، د اصلاح شویو تخمونو د تولید تصدۍ او د اصلاح شویو تخمونو تولیدي شرکتونه ددې ولایت په ۶۳۰ هکټاره ځمکه کې د غنمو او نخودو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په درېوو کلاسونو کې کرلي دي، چې له دغو کروندو څخه به د غنمو او نخودو درې زره او ۲۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید شي.
په هلمند کې دغنمو او نخودو اصلاح شوي تخمونه د ځمکوالو، بزګرانو او شرکتونو په واک کې ورکول کیږي.
د هلمند دکرنې ریاست د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې کار کوي ترڅو له همدې لارې بزګرو ته سالم او د ښه کیفیت لرونکي تخمونه ورسوي، چې له مخې به یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت