ختیځ کې د ګلپيو د کرکېلې ښې پایلې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۴:۴
ختیځ کې د ګلپيو د کرکېلې ښې پایلې

ګلپي د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کیږي، خو د ختیځ زون په دوو ولایتونو «لغمان او ننګرهار» کې بیا د ګلپیو تولید او کرکېله، ښې پایلې لري. لغمان، چې د افغانستان د سبو د پلازمېنې په نوم شهرت لري د ورځې سلګونه موټره سابه مرکزې ولایتونو په ځانګړې توګه کابل ته صادروي.
لغمان کې د ګلپي ترڅنګ یو شمېر نور سابه لکه «بنډۍ، رومي بانجان، تور بانجان، بادرنګ، کدو، کدوګک، پالک، پیاز، کچالو، ګندنه، کرم، کاهو، شلغم، ملي سرخک، سپین ملی او ترایي» هم په پراخه کچه کرل کیږي خو سږ یې د ګلپیو کرکېله او تولید د پام وړ دی.
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال وایې، چې سږکال ددې ولایت په یو زر او ۲۵ هکټاره ځمکه ګلپیان کرل شوي، چې یو هکټار څخه یې ۲۲ ټنه حاصل په لاس راځي. د ښاغلي خوشحال په خبره سږکال د ګلپیو د حاصلاتو ټولیزه کچه ۲۲زره او ۵۵۰ ټنو ته رسیږي، چې نږدې درې زره او ۷۵۰ کسانو ته په دې برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغه ولایت تولید شوي ګلپیان د پلازمېنې کابل ترڅنګ؛ خوست، غزني، وردګ، پروان، کاپیسا، لوګر او پکتیا ولایتونو ته هم لیږل کیږي او په منځنۍ کچه يو ټن ګلپي په ۱۲ زره افغانۍ پلورل کیږي.
د لغمان ګاونډ ننګرهار کې هم په پراخه کچه د ګلپیو کرکېله کیږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رییس محمدضمیر بهسودي بزګر اوونیزې ته وویل: «ننګرهار کې تېر کال په دوه زره او ۲۶۷ هکټاره سیمه کې ګلپاین کرل شوي و، چې د تولید کچه یې پنځه زره او ۴۹۷.۴ مټریک ټنه وه، خو سږ ۷۹۱ هکټاره ځمکه کې ګلپاین کرل شوي دي.»
د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د ګلپیو کرکېله کیږي خو «چپرهار، کوزکونړ، ګوشته، کامه، غني خېل، بټي کوټ، دره نور، رودات، بهسود او سره رود» ولسوالیو کې بیا د ګلپیو کرکېله تر نورو هغو پراخه ده او ۵۷۰ کسان په نېغه په دې برخه کې په کار بوخت دي.

د ننګرهار تولید شوي ګلپیان بغلان، پروان، تخار، جوزجان، پکتیا، خوست ،لوګر او پلارمېنې کابل ته صادریږی.

ختیځ زون کې څو ډوله ګلپي کرل کیږي، چې سیمه ییز نومونه یې ګرمه او سرده ده، خو ددې زون ډېری بزګران بیا د ګلپیانو سرده ډول ډېر خوښوي او کري.

د هېواد د ختیځ زون ډېرې سیمې د سبو کرکېلي او تولید لپاره ښه او مناسب ځای دی، په همدې موخه ددې سیمې ډېری بزګران په پراخه کچه سابه کري او له همدې لارې خپل ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د ګلپي ګټې او ځانګړنې

که غواړئ زړه مو روغ حافظه مو چټکه او اضافي وزن څخه ځان لرې وساتئ نو یواځې یوه سابه له تاسې سره مرسته کولای شي، چې هغه ګلپي ده.

ددې ترڅنګ ګلپې مو له بې شمېرو ناروغیو هم خوندي ساتي.

له روغتیایي څېړنو او پلټنو څرګندیږي، چی ګلپي یو له پیاوړو او بې شمېره روغتیايي ځانګړنو لرونکي خواړه دي.

روغتیايي کارکوونکي وایي ، په ورځ کې یواځې یو وخت ګلپي خوړل د بشپړې ورځې لپاره د بدن اړتیا وړ ويټامین سي بشپړوي.

دوی وایي په ګلپي کې غوړ،مالګه او قندي ډبره کمه ده.

ګلپي کې کولین نومي مواد په کافي اندازه شته، چې د اعصابو روغتیا او ودې لپاره اړین دي په داسې حال کې چې عصبي حجراتو په بېرته رغولو کې مهم رول لوبوي. په ګلپي کې شته کولین نومي مواد د اعصابو پر روغتیا او ودې مثبت اغیز لري او دغه راز دغه مواد د اعصابو اوږد مهاله حافظې په غوره کولو کې هم مرسته کوي.

یوې څېړنې کې ویل شوی، چې د ګلپي خوړل د وینې شریانونه خوندي ساتي.

روغتیايي څېړنې وایي د زړه په شریانونو کې شته پروتين کله، چې ځینو ځانګړو برخو کې غیر متحرک کيږي نو د ناروغیو خطر زیاتوي خو ګلپي کې شته سلفورافين نومي مواد دغه پروتين متحرک ساتي او له دې سره د وینې شریانونه خوندي کوي.

ګلپي خوړل اضافي وزن کمولو کې مرسته کوي، که څه هم د مېوو او سبو ډېر کارول اضافي وزن کموي خو مڼه او ګلپي دغه پروسه ډېر چټکوي.

ګلپي په بدن کې د سرطاني سلولونو د ودې مخه نیسي، د کولمو دردونه او ناروغۍ له منځه وړي او نورو غذایي موادو ته لار برابروي، چې په اسانۍ سره هضم شي.

دا چې ګلپي په خپل ترکیب کې انتي اکسیدان لري، نو د سرطان پر وړاندې د بدن تر ټولو ښه ساتونکی دی. په ګلپي کې شته فیبر د ژر وږي کېدو مخه نیسي او د هاضمې سيستم هر ډول ستونزې له منځه وړي او ساتنه یې کوي.

څېړنو ثابته کړې چې د ګلپي معدني مواد او په ټوله کې غذایي ارزښت یې د دې لامل کېږي چې د انسان د بدن ټول ويټامینونه پوره کړي؛ ټیامین، ریبوفلاوین، نیاسین، پانټوټنیک، اسید، کلسیم، اوسپنه، مګنزیم، فاسفور، پټاشیم او مګنيزیم د ګلپي معدنې مواد او ويټامینونه دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت