د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې.
دغه څېړنې د یاد مرکز په مجهز لابراتوار کې ترسره شوې، چې موخه یې د لوکاټو د مېوو د کیفیت، غذایي ارزښت، حاصل ورکونې او بازارموندنې اړوند ځانګړنو ارزونه ده، ترڅو هغه ورايټۍ په نښه شي چې غوره حاصل، لوړ غذایي کیفیت او د بازار د جذب وړ ځانګړنې ولري.
د ننګرهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره، په دې وروستیو کې د ګاونډیو هېوادونو سره د لارو د بندېدو له امله د لوکاټو د مېوې داخلي بازار تود شوی او کورني تولیدات په مناسبو بیو پلورل کېږي، نو ځکه اړتیا ده چې د څو کلونو لپاره دوامدارې علمي څېړنې ترسره شي، څو تر ټولو غوره او مناسبې ورايټۍ وپېژندل شي او وروسته بزګرانو ته د کرکېلې لپاره سپارښتنه وشي.
لوکاټو مېوه د لوړ غذایي ارزښت لرونکې مېوه بلل کېږي، چې په ترکیب کې یې ویټامین اې او سي شامل دي او د انسان د سالم صحت په ساتنه کې مهم رول لري.
د ننګرهار د بڼوالۍ څېړنيز مرکز د ختیځ زون په کچه یو مهم علمي او څېړنيز مرکز ګڼل کېږي، چې پکې د مېوه لرونکو ونو سلګونه کورني او بهرني انواع ساتل کېږي. دغه مرکز د بڼوالۍ اړوند علمي څېړنو ترڅنګ د محصلینو، استادانو، تخنیکي کارکوونکو او بزګرانو د عملي روزنې برخه کې هم مهم خدمات وړاندې کوي او تل یې د هېواد د کرنیز سکټور د پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې سکټور د پیاوړتیا او د بڼوالۍ د عصري کولو په موخه، د کرنې وزارت اړوند څېړنيز مرکزونه هڅه کوي څو د مېوه لرونکو ونو غوره او لوړ حاصل لرونکي انواع وپېژني. په همدې لړ کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ څېړنيز مرکز له لوري د لوکاټو پر بېلابېلو ورايټيو علمي او لابراتواري څېړنې روانې دي، څو بزګرانو ته هغه ډولونه ور وپېژندل شي، چې هم لوړ غذایي ارزښت ولري او هم په بازار کې ښه غوښتنه پیدا کړي.


در مرکز تحقیقاتی باغداری ننگرهار، تحقیقات کیفی روی ۱۲ واریتی لوکات انجام شد
۲۸ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در مرکز تحقیقاتی باغداری مربوط مدیریت عمومی تحقیقات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، تحقیقات کیفی روی ۱۲ واریتی مختلف لوکات انجام شده است.
این تحقیقات در لابراتوار مجهز این مرکز انجام شده و هدف آن ارزیابی کیفیت میوه لوکات، ارزش غذایی، میزان حاصل‌دهی و ویژگی‌های مرتبط به بازار آن می‌باشد تا واریتی‌هایی شناسایی شوند که دارای حاصل بهتر، کیفیت غذایی بلند و ویژگی‌های مناسب برای بازار باشند.
مسئولان ریاست زراعت ننگرهار می‌گویند که در این اواخر، به دلیل بسته شدن راه‌ها با کشورهای همسایه، بازار داخلی میوه لوکات رونق یافته و تولیدات داخلی با قیمت مناسب به فروش می‌رسد. از همین‌رو نیاز است تا برای چند سال تحقیقات علمی دوامدار انجام شود تا بهترین و مناسب‌ترین واریتی‌ها شناسایی و بعداً برای کشت به دهاقین توصیه شوند.
میوه لوکات از جمله میوه‌های دارای ارزش غذایی بلند دانسته می‌شود که در ترکیب آن ویتامین‌های A و C شامل بوده و در حفظ سلامت انسان نقش مهمی دارد.
مرکز تحقیقاتی باغداری ننگرهار در سطح زون شرق، یک مرکز مهم علمی و تحقیقاتی به شمار می‌رود که در آن صدها نوع داخلی و خارجی درختان میوه‌دار نگهداری می‌شود. این مرکز افزون بر تحقیقات علمی در بخش باغداری، در زمینه آموزش عملی محصلان، استادان، کارمندان تخنیکی و دهاقین نیز خدمات مهمی ارائه می‌کند و همواره برای تقویت سکتور زراعتی کشور تلاش کرده است.
قابل یادآوری است که به منظور تقویت سکتور زراعت و عصری‌سازی باغداری، مراکز تحقیقاتی مربوط وزارت زراعت تلاش می‌کنند تا انواع بهتر و پُرحاصل درختان میوه‌دار را شناسایی کنند. در همین راستا، تحقیقات علمی و لابراتواری روی واریتی‌های مختلف لوکات از سوی مرکز تحقیقاتی باغداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار ادامه دارد تا گونه‌هایی به دهاقین معرفی شود که هم ارزش غذایی بلند داشته باشند و هم در بازار تقاضای خوب داشته باشند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت