د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي، د کرنیزو او تخنیکي چارو رییس انجنیر حکمت الله معروف، د مالي او اداري چارو رییس محمد اجان راشد، د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس مولوي نعمت الله سالک، د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت پلټنې مرستیالې ننګرهار ولایت ته د راغلي ټیم امر وحیدالله راشد، د هډې فارم عمومي آمر قاري بشیر احمد مؤمن، د کرنې عمومي مدیر انجنیر قېس الله ابراهیم‌خېل، د عبدالخېلو بلاک مدیر انجنیر عبیدالله امیني او د مطبوعاتو عمومي مدیر سید همایون غریب‌مل حضور درلود.
مسؤولینو د غنمو د لو بهیر له پیل سره خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې سږکال به د غنمو حاصل د پام وړ وي او د هېواد د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې به مهم رول ولوبوي.
د معلوماتو له مخې، سږکال د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې پر شاوخوا ۱۹۴۰ جریبه ځمکه دولتي کرنه ترسره شوې ده. تمه ده چې له دغو کروندو څخه به پراخ حاصل ترلاسه شي، ګڼ شمېر هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي، اقتصادي وضعیت به ښه شي او له کرنیزو ځمکو څخه به اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل د پراختیايي پلانونو په‌پار د شپږو ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کولو او ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه، د شپږو ښارګوټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

بازگشت