د ننګرهار والي فارم جدید نیالګیو روزنځاي څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۱۰
د ننګرهار والي فارم جدید نیالګیو روزنځاي څخه لیدنه وکړه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند چې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار اخندزاده او ددې ریاست د قدرتي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل یي ملتیا کوله دننګرهار د کرنې ریاست د فارم جدید نیالګیو روزنځای او نیالګیو څخه لیدنه وکړه.         ددې لیدنې په ترڅ کې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار اخندزاده د ننګرهار والي ته د نیالګیو روزنې او فارمونو اړونده برخو کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې سږ کال د ننګرهار د کرنې ریاست د (غلام حیدرخان، فارم جدید او مملي باغ ) د نیالګیو په روزنځایو کې ٢٠٠ زره مېوه لرونکي، بې‌مېوې او زینتي بوټي روزل شوي او کرلو ته چمتو دي او د کرنې وزارت د کړنلارې مطابق یي د ننګرهار ولسونو او بېلابېلو اداراتو ته په واک کې ورکول کېږي.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخند د نیالګیو روزنځایونو کې پر روزل شوو نیالګیو خوښي وښوده او د نیالګیو پر کرلو او د نورو نیالګیو روزلو او پاللو ټینګار وکړ.
دننګرهار والي د نیالګیو روزنځایونو د پیاوړتیا په برخه  کې دپوره همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت