د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې لسګونو بڼوالو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۰
د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې لسګونو بڼوالو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د صبریو او یعقوبیو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت تر څار لاندې او د «ویرو» مؤسسې په همکارۍ ۵۰ بڼوالو ته د بڼوالۍ تخنیکي توکي او د سبو ۱۱ قلمه تخمونه ووېشل شول.
په دې مرستو کې هر بڼوال ته بېلچه، کولنګ، رمبی، خېشوه (سکو)، پیپه، د اوبو سطل، د سبو لپاره پلاستیک، درې دانې د لوازمو لاستي او یو جوړ زمینداري جامې ورکړل شول.
یادې مرستې د بڼوالۍ ودې، د بڼوالو د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه په شفاف او منظم ډول ووېشل شوې.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ لړۍ به لا پیاوړې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت