د کندهار ژړۍ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته ولېږدول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۳۰
د کندهار ژړۍ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته ولېږدول شوه

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په ژړۍ ولسوالی کې ۱۰ زره جریبه امارتي ځمکه د کندهار صنعت او سوداګرۍ ریاست ته د صنعتي پارکونو جوړولو په موخه رسماً ولېږدول شوه.
د کندهار دکرنې ریاست د ځمکو د انتقال او وېش مدیر قاري عصمت‌الله فرهاد وایي، چې یاده ځمکه د ټولو قانوني او اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته، د ګډ پلاوي په حضور کې د صنعت او سوداکرۍ ریاست ته وسپارل شوه. د نوموړی په وینا، چې پر دې انتقال شوې ځمکه به د یاد ریاست له لوري د سوداګرۍ او صنعت پراختیا لپاره صنعتي پارکونه جوړ شي. 
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په ځانګړي حکم، د کندهار په لوړ میوند ولسوالی کې ۱۰ جریبه امارتي ځمکه د حج اوقافو ریاست ته د یوي لویي عیدګاه جوړولو په موخه لېږدول شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت