د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د معیاري بڼونو د جوړولو په پار د ګیلاس نیالګیو وېش

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۸
د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د معیاري بڼونو د جوړولو په پار د ګیلاس نیالګیو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د پراختیایي بودجې له لارې، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالی کې څلور زره  اصله مثمر د ګیلاس نیالګي ۴۰ بزګرانو ته ووېشل شول. یاد بزګرانو هر یو د یو جریب بڼ د جوړولو په موخه سل  اصله نیالګي ترلاسه کړل.
دا پروګرام د بدیل معیشت د پراختیایي بودجې په چوکاټ کې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست له لارې پلی شوی دی. هغه بزګران، چې په دې پروګرام کې شامل دي، له هغو کسانو څخه دي، چې د کوکنارو کر یې پرېیښې او پر ځای یې د کوکنارو د بدیل کښت له بستو څخه ګټه اخیستې ده.
جوړ شوي بڼونه د تخنیکي او کرنیزو معیارونو پر بنسټ طرحه شوي او د څاڅکي (قطره‌یي) اوبو لګولو سیستمونو سره سمبال دي، تر څو د اوبو اغېزمن مدیریت او د حاصلاتو زیاتوالی تضمین شي.
د دې پروژې موخه د کوکنارو کر ته دایمي بدیل برابرول او د مثمرو بڼونو د پراختیا له لارې د بزګرانو د معیشت پیاوړتیا او د کروندګرو کورنیو د عایداتو کچه لوړول دي.


توزیع نهال‌های گیلاس برای احداث باغات معیاری در خوگیانی ننگرهار
۱۸ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
از بودیجه انکشافی ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ولسوالی خوگیانی ولایت ننگرهار، چهار هزار اصله نهال مثمر گیلاس برای چهل تن دهقان توزیع گردید. این دهقانان هر کدام یک‌صد اصله نهال را به‌منظور احداث باغ‌های یک‌جریبه‌ای دریافت کردند.
این برنامه در چارچوب بودجه انکشافی معیشت بدیل و از طریق ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تطبیق گردیده است. دهقانانی که در این برنامه شامل شده‌اند، از جمله کسانی هستند که کشت کوکنار را ترک نموده و در بدل آن از بسته‌های جایگزین کشت کوکنار مستفید شده‌اند.
باغ‌های ایجادشده بر اساس معیارهای فنی و زراعتی طراحی شده و مجهز به سیستم آبیاری قطره‌ای می‌باشند تا مدیریت مؤثر آب و افزایش حاصل تضمین گردد.
هدف از اجرای این پروژه، فراهم‌سازی بدیل پایدار برای کشت کوکنار و تقویت معیشت دهقانان از طریق توسعه باغداری مثمر و افزایش سطح عایدات خانوارهای زراعتی است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت