د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست د فعالیتونو راپور وړاندې شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۲
ارائه گزارش فعالیت‌های ریاست عمومی عشر و زکات و ریاست امور کارکنان به معین مالی و اداری وزارت زراعت

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو، د جلا جلا ناستو پر مهال، د ۱۴۰۴ کال اړوند خپل کاري پلانونه او د فعالیتونو راپورونه د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر ته وړاندې کړل.
په دغو ناستو کې د عشر او زکات لوی ریاست کارکوونکو د فعالیتونو د څرنګوالي، د عشر او زکات د راټولولو بهیر، لاسته راوړنو، اړتیاوو او شته ننګونو په اړه مفصل معلومات له مالي او اداري مرستیال سره شریک کړل. همدارنګه د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو د تشکیلاتو د ترتیب، ګمارنې، ارزونې، د ظرفیت لوړونې او د کارکوونکو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په برخه کې خپل راپورونه وړاندې کړل.
په یادو ناستو کې د عشر او زکات لوی ریس مولوي ندامحمد عابد، د کارکوونکو چارو رییس مولوي شمس‌الله محمد، د عشر رییس مولوي مفتاح‌الدین متقي،  مولوی مخدوم عبدالهادی هدایت د عشر او زکات د محاسبی رییس او همدارنګه اړوند آمرین او مدیران هم ګډونوال وو او د کاري چارو د لا ښه والي په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت