فاریاب ولایت کې هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۲۸
فاریاب ولایت کې هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د هېواد ته د راستانه شویو کډوالو د وضعیت د رسېدنې په موخه، د غنمو او نغدي پیسو د وېش مراسم د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د فاریاب ولایت د یو شمېر ځایي چارواکو په حضور کې، د دې ولایت په مرکز میمنې ښار کې ترسره شوه.

په دغو مراسمو کې، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې، هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د مرستو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په خپل ټول توان سره د راستانه شویو کډوالو په خدمت کې دی او د هغوی ستونزو ته رسېدنه د حکومت له اساسي مسؤلیتونو څخه ګڼي. نوموړي زیاته کړه، چې کډوالو ته د باعزته ژوند د زمینې برابرول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل، چې اسلامي امارت هڅه کوي څو د هېواد ځورېدلي خلک په ارامه فضا کې، په اسانتیا او د راتلونکي په هیله ژوند وکړي او په بېلابېلو برخو کې له اړینو ملاتړونو برخمن شي.

ورپسې، د فاریاب ولایت والي مولوي عبدالاحد فضلي، د لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ او د هغوی حضور یې د دې ولایت د خلکو لپاره د ویاړ او ډاډ لامل وباله، او د کډوالو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې یې د امارتي ادارو پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.

په دغو مراسمو کې د فاریاب امنیه قوماندان، د استخباراتو رییس، د امارتي ادارو رییسان، او همدارنګه د دې ولایت ملکي او نظامي کارکوونکي هم ګډون درلود.

په پای کې، هرې کډوالې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ نغدي پیسې او پنځه بوجۍ پنځوس کیلویي، غنم ووېشل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

فاریاب ولایت کې هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د هېواد ته د راستانه شویو کډوالو د وضعیت د رسېدنې په موخه، د غنمو او نغدي پیسو د وېش مراسم د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال، د کرنې، اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۲۱
Background image

د غزني دکرنې رییس د خصوصي سکټور د پراختیا له چارواکو سره وکتل

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د غزني ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د دې رياست د یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې د خصوصي سکټور د پراختیا له چارواکو سره په يوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۵:۵
Background image

کرنې وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د مخابراتي انتنونو د تثبیت میاشتنۍ غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ لاندې. . .

بازگشت