کندهار کې پر سلګونو کورنیو د کورنیو بنګیو جوړولو توي او د سبو تخمونه ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۱۵
کندهار کې پر سلګونو کورنیو د کورنیو بنګیو جوړولو توي او د سبو تخمونه ووېشل شول

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډي‌آرسي» سازمان په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې« اواچ‌ډبلیو» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د کندهار دامان، ارغستان او خاکریز ولسوالیو کې ۲۸۱ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د کوچنیو بڼګیو جوړولو توکي او تخمونه ووېشل شول.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې مرسته ۹۶ کورنۍ د ارغستان، ۹۵ کورنۍ د خاکریز او ۹۰ کورنۍ د دامان ولسوالۍ شامل دي، چې هري کورنۍ ته د رومیانو، بینډیو، روي بانجان او سبو تخمونه او ترڅنګ د کرنې وسایل وېشل شوي دي.
د یادې مرستې موخه د بیوزلو کورنیو ملاتړ، د کورنیو کورنیو اقتصاد راپورته کول، د بیوزلو کورنیو اقتصاد ته وده او پراختیا ورکول دي. 
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې د همدې مؤسسې په تخنیکي همکاري ۱۴۰ نورو کورنیو ته د هګیو چرګې، خوراکه او د فارم جوړولو توکي هم وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت