د کندهار دکرنې ریاست؛ د کوهکران څېړنیز فارم کرنیزې او عملیاتي چارې تر په ښه ډول پرمخ وړل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۳
د کندهار دکرنې ریاست؛ د کوهکران څېړنیز فارم کرنیزې او عملیاتي چارې تر په ښه ډول پرمخ وړل کېږي

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د چارواکو او متخصصینو په وینا، د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د یاد فارم کرنیزې، څېړنیزې او عملیاتي چارې او عمومي مدیریت د پخوا په پرتله په ښه شوي او چارې یې په معیاري او پر وخت ترسره کېږي.
د کوهکران څېړنیز فارم چارواکي وایي، چې دا مهال د یاد فارم څېړنیزې چارې، د بڼوالۍ روزنیز فعالیتونه، د سبو، حبوباتو، تېلي او صنعتي نباتاتو څېړنې په منظم، دقیق او پر وخت ډول عملي کېږي. همدارنګه د فارم عمومي مدیریت له اړوندو څانګو سره تر بل هر وخت ښه همغږي او همکاري لري، چې له امله یې د چارو څارنه، ارزونه او مدیریت د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د یاد فارم انجنیر احمد ولي وایي، چې د لومړي ځل لپاره په نوروزي څېړنیز فارم کې د لمرګلی نبات عملي څېړنې ترسره شوي، او تر څنګ یې د فارم نورې څېړنیزې پروژې هم د پراختیا او پرمختګ په حال کې دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کوهکران څېړنیز فارم د کرنې وزارت په همکارۍ او تخنیکي ملاتړ، د هېواد او نړۍ له بېلابېلو سیمو او هېوادونو څخه د بېلابېلو نباتي ورایټیو تخمونه او قلمي راوړي او د کندهار د سیمې له خاورې او اقلیمي شرایطو سره یې د تطبیق، څېړنې او پراختیا تجربې پر مخ وړي، تر څو وروسته اغېزمنې او مناسبې ورایټۍ د سیمې بزګرانو ته ور وپېژندل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت