د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې له وزیر سره وکتل

user-admin
جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۸
دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر زراعت روسیه

٧ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش

٧ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د روسیې هېواد مسکو ښار ته سفر کړی دی، د روسیې فدراسیون د کرنې له وزیر سره وکتل.
یاده لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او ځمکو په برخو کې د همکاریو د پراختیا او لا زیاتې همغږۍ په موخه ترسره شوې ده.
په دې ناسته کې دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د پراخولو، د تجربو د تبادلې او د په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د اوبولګولو د سیستمونو د پیاوړتیا، د مالدارۍ د نسل اصلاح د پروګرامونو د پراختیا، د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د روسیې بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه، د روسیې لوري د اوبولګولو د نوو ټکنالوژیو، عصري کرنیزو سیستمونو، تخنیکي روزنو او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د اسانتیاوو په برخه کې د همکاریو وړاندیز وکړ. د روسیې فدراسیون د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې وزارت رول د کرنې او مالدارۍ د سکتورونو په مدیریت کې مثبت وباله او ویې ویل، چې د روسیې د کرنې وزارت چمتو دی له افغانستان سره عملي او دوامدارې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
د لیدنې په پای کې پر دې ټینګار وشو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کرنیزې اړیکې لا ټینګې شي، ګډ پروګرامونه پراخ شي او مسلکي همغږي دوام ومومي.
روسیه له هغو هېوادونو څخه ده، چې د کرنیزو ټکنالوژیو، عصري اوبولګولو او د خوړو د پروسس په صنعت کې پراخ ظرفیتونه لري. له بلې خوا افغانستان د حاصل‌خېزو ځمکو او باکیفیته کرنیزو محصولاتو په لرلو سره هڅه کوي، چې سیمې او نړۍ ته د خپلو محصولاتو د بازارموندنې او صادراتو لپاره سټراټیژیکې همکارۍ پیاوړې کړي.
د دواړو هېوادونو د کرنې د وزیرانو وروستۍ لیدنه د کابل او مسکو ترمنځ د دوامدارو همکاریو او د تجربو د تبادلې په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت