اچین کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو سربندونو د جوړولو چارې پیل شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۳:۳۸
اچین کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو سربندونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۲ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د اچین ولسوالۍ اړوند د «پیروخیل، اشخېل، پاخېل او لالي چيني» د سربندونو د رغولو چارې رسماً پیل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وایي، ددغو سربندونو د جوړولو ټولیز لګښت نږدې ۱۸ میلیونه افغانۍ ده، چې د رغولو چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ښاغلي بهسودي وویل، یاد سربندونه په پاخه او اساسي توګه جوړیږي، چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا دوه زره او ۷۵۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.

د ننګرهار د کرنې رییس له ولسونو وغوښتل چې د یادو پروژو د ښه تطبیق او روڼتیا په موخه یې څارنه او نظارت ترسره کړي.

د دې پروژې پلي کول که له یوې خوا د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي له بلې خوانه د دې سیمې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کچې په لوړولو کې مرسته کوي او د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

بازگشت