لغمان کې یوشمېر مالدارانو ته د څارویو د غوجلو د ترمیم لپاره اړین وسایل او توکي ووېشل شول
۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، او د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي ملاتړ، د مرکز مهترلام لسو اړمنو مالدارو کورنیو ته د څارویو د غوجلو د ترمیم په موخه اووه قلمه اړین وسایل او توکي ووېشل شول.
یاده مرسته د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د مالدارۍ او د څارویو د روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده او د هالینډ کمېټې د ولایتي مسؤل ډاکټر محمد بیدار سیرت په حضور کې ترسره شوه.
په وېشل شوو توکو کې د هر مالدار لپاره څلور بوجۍ سیمنټ، دوه منه چونه، یو کیلو سریش، د رنګمالۍ برس، یو تیار آخور، یو عدد هواکش، او یوه فلزي کړکۍ (د جالۍ سره، متر په متر) شامل وو.
د دغې پروژې موخه د اړمنو مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو د ساتنې او حفظالصحې معیارونو ته وده ورکول، او په ټوله کې د مالدارۍ سکتور پیاوړی کول او پراخول دي.
