د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د چارو ادارې د پروژو د همغږۍ له رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۸
د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د چارو ادارې د پروژو د همغږۍ له رییس سره وکتل

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د اسلامي امارت د چارو ادارې د پروژو د همغږۍ له رییس مولوي عمار یاسر سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې لیدنه کې د اوبولګولو دهغو پروژو د تسلیمۍ پر بهیر خبرې او نظرونه تبادله شول، چې د ملي پراختیا شرکت له‌خوا د چارو ادارې په همغږۍ جوړې شوې دي.
مولوي باز محمد فیضان په دې ناسته کې وویل: «موږ چمتو یو هغه پروژې چې بشپړې شوې دي، موږ ته وسپارل شي تر څو ترې په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي.»
د لیدنې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د یوې ګډې کمېټې له جوړېدو او د پروژو له ارزونې وروسته، د هغوی د رسمي تسلیمۍ بهیر پیل شي.

دیدار معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت با رئیس انسجام پروژه‌های اداره امور
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مولوی عمار یاسر، رئیس انسجام پروژه‌های اداره امور امارت اسلامی، دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار روی تسلیم‌گیری پروژه‌های آبیاری که از سوی شرکت انکشاف ملی در هماهنگی با اداره امور ساخته شده‌اند، بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی بازمحمد فیضان در این نشست گفت: «ما آماده هستیم پروژه‌هایی را که تکمیل شده‌اند، تسلیم شویم تا از آن‌ها به‌گونه‌ی مؤثر استفاده صورت گیرد.»
در پایان این دیدار، توافق شد تا با ایجاد یک کمیته و بررسی پروژه‌ها، روند تسلیم‌گیری رسمی آن‌ها آغاز گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت