د هلمند نادعلي کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۵:۰
د هلمند نادعلي کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د هلمند ولایت په  نادعلي ولسوالی کې ترسره کړ. په دغه پروګرام کې د نادعلي ولسوالی ګڼ شمېر کروندګرو ګډون کړی و.
د هلمند دکرنې ریاست استازی د پرانیستونکې وینا پر مهال د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې اهمیت یاد کړ او د وزارت له راغلي پلاوي یې هرکلی وکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د اجنډا مطابق د روزنیز پروګرام ټول موضوعات په تفصیل سره وړاندې کړل. ګډونوالو ته د اقلیمي بدلونونو د اغېزو، د زیانمنو سیمو د کنترول لارو چارو او د کرنیزو تطبیقي میتودونو په اړه مفصل معلومات ورکړل شول.
ګډونوالو د پروګرام هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول پوهاوی پروګرامونه کولی شي د کرنیزو زیانونو د کمولو او د کروندګرو د عملي مهارتونو د لوړولو لامل شي.
باید وویل شي، چې د اقلیمي بدلون اړوند د پوهاوي دغه لړۍ به یوازې په نادعلي کې نه، بلکې د هلمند د نورو ولسوالیو بزګرانو ته هم وغځېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت