د فراه دکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې تخنیکي ټیم سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۰:۶
د فراه دکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې تخنیکي ټیم سره وکتل

۲۷ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شاه محمد «حاجي سروري» په داسې حال کې، چې دیاد ریاست مسلکي کارکوونکي هم شتون درلود، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» تخنیکي ټیم سره وکتل.
د دې لیدنې په ترڅ کې د فراه دکرنې ریاست د اوبو مدیریت په برخه کې ددې ولایت ستونزې، ننګونې او فرصتونه د یادې ادارې له چارواکو سره شریکې کړې، او په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه. 
د فراه دکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» تخنیکي ټیم ته سپارښتنه وکړه، چې د اوبو دمدیریت په پرخه کې دې په دې ولایت کې پروژې پلي کړي او خپل پروګرامونه دې یاد ریاست سره په همغږۍ ترسره کړي.
دغه راز ددې لیدنې په ترڅ کې ، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» تخنیکي ټیم د خپل سفر موخې وړاندې کړل او ویې ویل، چې غواړي په راتلونکې کې د اوبو د مدیریت په برخه کې په دې ولایت کې یوشمېر پروژې پلي کړي، چې د فراه دکرنې رییس ورته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

دیدار رئیس زراعت فراه با تیم تخنیکی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد 
۲۷ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی شاه‌محمد «حاجی سروری» رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فراه، همراه با کارمندان مسلکی این ریاست با تیم تخنیکی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار نمود.
در این دیدار، ریاست زراعت فراه مشکلات، چالش‌ها و فرصت‌های مربوط به مدیریت آب در این ولایت را با مسؤولان این اداره شریک ساخت و خواهان همکاری‌های همه‌جانبه در این بخش شد.
رئیس زراعت فراه به تیم تخنیکی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد توصیه کرد که پروژه‌های مرتبط با مدیریت آب را در این ولایت عملی سازند و برنامه‌های خود را در هماهنگی با ریاست زراعت به پیش ببرند.
همچنان، در جریان این دیدار، تیم تخنیکی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد اهداف سفر خود را بیان کرده و افزود که می‌خواهد در آینده پروژه‌هایی را در بخش مدیریت آب در این ولایت تطبیق کند. رئیس زراعت فراه نیز بر همکاری همه‌جانبه در این زمینه اطمینان داد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۳۳
Background image

پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نعمت اباد ولسوالی د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو د خپلو دوامدارو څارنو په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج. . .

بازگشت