د کندهار نېش ولسوالی کې پر یوشمېر بېوزلو کورنیو وزې او اړوند توکي وېشل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۱
د کندهار نېش ولسوالی کې پر یوشمېر بېوزلو کورنیو وزې او اړوند توکي وېشل کېږي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په تطبیقي همکارۍ، د کندهار د مهاجرینو مؤسسې په تخنیکي مرسته او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې ولسوالی ۷۵ بېوزلو او بې‌سرپرسته کورنیو ته وزې او د مالدارۍ اړوند توکي وېشل کېږي.
د چارواکو په وینا، هرې کورنۍ ته به یوه وزې (شیدې ورکوونکې)، ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو متراکمه خوارکه، دوه لیټره د چینجیانو ضد درمل او ۱۳ قلمه د مالدارۍ اړوند توکي، لکه فلزي سطلونه، د شېدو پروسس وسایل او فلزي ډبې، ورکول کېږي. دغه راز تر څنګ به یې په راتلونکې کې کورنیو ته د تازه شېدو د مؤثر پروسس او د محصولاتو د بازار موندنې په اړه روزنیز پروګرامونه هم عملي کېږي.
د پروژې موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د ځان بساینې هڅونه، د تازه محصولاتو لپاره د مؤثر بازار برابرول او د اړوندو روزنیزو پروګرامونو پلي کول دي.
یاده دې وي، چې څو اوونۍ وړاندې د همدې پروژې له لارې د نېش ولسوالی ۲۵۰ بېوزلو بزګرانو ته د جوارو د اصلاح شوي تخم وېش لپاره د نوم لیکنې لړۍ بشپړه شوې وه، چې ورسره به هغوی ته کیمیاوي سرې هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۱۴
Background image

لغمان کې ۱۷۵ کورنیو ته د سبو او مېوو د پروسس توکو ویش لړۍ پیل شوه

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د نه انلوس مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ایټالیوي ټولنې په مالي ملاتړ، د مرکز مهترلام اړوند ۱۷۵ مستحقو کورنیو ته د سبو او مېوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۱۰
Background image

کندهار کې د مرخیړیو لومړني حاصلات راټول شول؛ د کوکنارو پر وړاندې بدیل کښت ته نوې هیلې

کندهار کې د مرخیړي کرنې لومړني حاصلات په بریالیتوب راټول شوي، چې د بزګرانو خوښۍ یې زیاتې کړې او د کوکنارو لپاره یې عملي بدیل ثابت کړی. چارواکي وايي دا پروګرام به د بزګرانو اقتصاد پیاوړی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د غوړیو ستره کارخونه پرانیستل شوه؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
په ننګرهار ولایت کې د المعیار په نوم د غوړیو او کنجاړو ستره تولیدي فابریکه رسماً په فعالیت پیل کړی، چې د تیلي نباتاتو د پروسس لوړه وړتیا. . .

بازگشت