ننګرهار کې د زیتونو د ودې او کیفیت د لوړولو په پار څېړنې روانې دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۴۰
ننګرهار کې د زیتونو د ودې او کیفیت د لوړولو په پار څېړنې روانې دي

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو د ودې، حاصلاتو او کیفیت د لوړولو په موخه څېړنیز پروګرام پيل کړی دی.
ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پلان او څېړنو امریت اړوند د څېړنو او لابراتوار عمومي مدیریت په درېیو فارمونو (لومړی، دویم او څلورم) کې ټولټال ۲۵۲ د زیتون ونې د څېړنې تر پوښښ لاندې راوستي دي. د څېړنې عنوان «په ننګرهار ولایت کې د زیتونو په وده، حاصلاتو او کیفیت باندې د بېلابېلو کیمیاوي سرو د مختلفو دوزونو اغېزې»دی.
د څېړنو او لابراتوار عمومي مدیر، انجنیر محمد نظر تره کې، وايي چې په هر فارم کې یوه ننداریزه قطعه ټاکل شوې، چې درې تکرارونه لري او په هر تکرار کې ۱۴ بېلابېل ټریټمنټونه یا فکتورونه څېړل کېږي، څو د حاصلاتو د زیاتوالي او د کیفیت د لوړولو لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره وموندل شي.
په دغو فکتورونو کې د یوریا «سپینه سره»، توره سره «DAP»، N:P:K، بوران، د اوبه خور سیستم مدیریت، ښاخه برۍ او نور اګروتخنیکي مدیریتونه شامل دي.
د انجنیر تره کي په وینا، د څېړنې په پای کې به داسې معیاري او ازمویل شوی ټریټمنټ وړاندې شي، چې اقتصادي مؤثریت ولري، لوړ او معیاري حاصل ورکړي او د زیتونو د صنعت په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت