د میدان وردګ ولایت بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د اوبو د زېرمې جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۷
د میدان وردګ ولایت بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د اوبو د زېرمې جوړولو چارې پیل شوې

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
 د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالي لومړۍ حصه ولسوالی سفیدکلا کلي کې د اوبو د زېرمې جوړولو عملي چارې پیل شوې.
یاده پروژه، چې د ډاکار مؤسسې له خوا طرحه شوې، دمیدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د کرنیزو خدماتو عمومي مدیریت مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه. دا پروژه د اوبو د مؤثر مدیریت او کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه پلي کېږي.
د اړوندو مسؤلینو په وینا، د اوبو د زېرمې جوړولو چارې به په چټکۍ سره پر مخ ولاړې شي او له بشپړېدو سره به یې د سیمې ګڼ شمېر بزګران د اوبو له اسانتیاوو برخمن شي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي دا پروژه د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د وچکالۍ له خطره د سیمې د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام بولي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت