دهلمند مارجې ولسوالی بزګرانو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۲۹
دهلمند مارجې ولسوالی بزګرانو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د مارجې ولسوالی ګڼو بزګرانو ته د پنبې او ممپلیو پر فصلونو د نباتي آفتونو (نباتي کنو، شپږیو، د پختې د غوزې چینجی، تیزو کنو) د پېژندنې، مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی ورکړ.
په دې پروګرام کې بزګرو ته د آفتونو پر ضد د میخانیکي او کیمیاوي کنټرول لارو وضاحت ورکړل شو. همداراز، هغوی ته هغه کیمیاوي درمل معرفي شول، چې پر چاپېریال منفي اغېز نلري او د آفتونو په مؤثر ډول له منځه وړلو کې مرسته کوي.
همدارنګه، بزګرو ته د منظمې او پر وخت اوبولو، د کیمیاوي سرو پر خپل وخت کارولو، او د فصلونو د تغذیې پر پیاوړتیا تاکید وشو، ترڅو کښتونه د آفتونو او ناروغیو پر وړاندې مقاومت پیداکړي.
د مسؤلینو په وینا، که چیرې بزګران یادې سپارښتنې عملي کړي، نو کولی شي لوړ، باکیفیته او اقتصادي حاصلات تر لاسه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت