کندهار کې د طبق وژونکي ناروغۍ پر وړاندې د نږدې ۱۶ زره څارویو درملنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۳۵
کندهار کې د طبق وژونکي ناروغۍ پر وړاندې د نږدې ۱۶ زره څارویو درملنه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ سره، د کندهار په ولایت کې د مالدارۍ د عامې روغتیا د خوندیتوب په موخه، د طبق ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د درملنې کمپاین پيل شوی دی.
په دې کمپاین کې، چې د تېرو دوو اوونیو په جریان کې د کندهار په لسو ولسوالیو کې ترسره شوی، شاوخوا ۱۵ زره ۸۰۰ لوی او کوچني څاروي د طبق وژونکې ناروغۍ پر وړاندې تداوي شوي دي. دا کمپاین د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، د تجربه‌لرو پاراوټرانو له لوري عملي شوی دی.
یاده پروسه په ډنډ، دامان، پنجوايي، لوړ میوند، کښته میوند، ارغنداب، خاکریز، نېش، غورک او سپین بولدک ولسوالیو کې پیل شوې او لا هم جریان لري.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي، دا اقدام د طبق ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي لپاره یو پر وخت او مهم ګام وو. د دوی په وینا، طبق یوه ساري ناروغي ده، چې د څارویو د مرګ لامل ګرځي، خو د درملنې له لارې د دغې ناروغۍ د پراخېدو مخنیوی ممکن دی.
د یاد ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلینو څرګنده کړه، چې دا ډول وقایوي کمپاینونه به همداسې دوام ومومي، څو د څارویو د عامې روغتیا خوندیتوب، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو مخنیوی او د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا یقیني شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۵۲
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې د بادامو بڼونه جوړېږي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اکشن اېډ مؤسسې په مرسته د شولګرې په ولسوالی کې یوشمېر کسانو ته د بادامو بڼونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۵۲
Background image

تورخم کې له پاکستان څخه راوړل کېدونکي ۱۵ ټنه په ناروغۍ ککړ لیمو بېرته واستول شول

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د تورخم بندر مسوولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۵ ټنه بې‌کیفیته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پکتیکا له مشرانو سره وکتل

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خپل کار په دفتر کې د پکتیکا ولایت له یو شمېر مشرانو. . .

بازگشت