د کندهار سپین بولدک کې د ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو کانال رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۳:۳
د کندهار سپین بولدک کې د ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو کانال رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالی د ستون کاریز په سیمه کې د ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یو کانال رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي او ډېر ژر به د ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد کانال د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام(یو،ان،ډي،پي) په مالي ملاتړ، او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیم نظارت لاندې جوړ شوی دی.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجینر نورمحمد همکار وایي، چې دغه کانال ۷۷۵ متره اوږد، ۶۰ سانتي‌متره لوړ او ۶۰ سانتي‌متره پراخ دی، چې رغنیزې چارې یې د شاوخوا درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې د وروستۍ تخنیکي څارنې وروسته کانال د اوبو لګولو لپاره چمتو شوی دی.
د دې پروژې په ترڅ کې ۱۰ کسانو ته فني او ۵۰ کسانو ته غیرفني دندې هم برابرې شوې، چې د سیمه ییزو خلکو لپاره د مؤقتې اقتصادي زمینې برابرولو لامل شوی. 
د سپین بولدک ولسوالی اوسېدونکي د کرنې ریاست او (یو،ان،ډي،پي)  له هڅو څخه خوښي څرګندوي، چې په وینا یې دا ډول پروژې د دوی د کرنیزو اړتیاوو پوره کولو او د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره مهمې دي.
د یادونې وړ ده، چې یوازې یوه ورځ وړاندې هم په پنجوايي ولسوالی کې د کندهار د کرنې ریاست له لوري د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت