د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو فابریکې د احاطې ېوال رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۴۴
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو فابریکې د احاطې ېوال رغنیزې چارې پیل شوې

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې د یاد شرکت اړوند د زیتونو فابریکې د احاطې دېوال رغنیزې چارې پیل شوي، چې په پاخه او اساسي ډول به ورغول شي.
د چارواکو په خبره یاد دېوال چې ۱۶۷۷ متره اوږدوالی لري د نږدې څلورنیم میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي، چې په رغنیزو چارو کې یې یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د زیتونو فابریکې خوندیتوب او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د ننګرهار کانال شرکت د زیتونو تېلو او زیتونو پروسس فابریکه د هډې فارم اړوند پر ۲۷ نیم هکتاره ځمکه فعاله ده چې لسګونه کسان په‌کې پر کار بوخت دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د ګومل او جانیخیل ولسوالیو په سیمو کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

بازگشت