د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۱

۱  کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې مسؤل مولوي نعمت‌الله، د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د امنیه قوماندانۍ امنیتي مسؤلینو په ګډه د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي لپاره کمپاین ترسره کړه، چې د دې کمپاین په ترڅ کې، د یادې ولسوالی رود منځني سیمه کې د بدوان کلي په سیمه کې د ځنګلي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه. مسؤلین وايي، یو تن سیمه ییز  اوسیدونکي هڅه کوله چې دغه بوټي په غیرقانوني ډول پرې کړي او وروسته یې انتقال کړي.
د پنجوايي ولسوالی چارواکي زیاتوي، چې د ځنګلونو د ساتنې، پرېکولو د مخنیوي، او عامه پوهاوي لپاره یې څارنیزې هڅې پیاوړې کړي دي. د دې هڅو په لړ کې، د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د ځنګلي بوټو د ارزښت، ساتنې او د پرېکولو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.
نوموړي زیاتوي؛ مسؤلینو د سیمې خلکو ته جدۍ سپارښتنه وکړه، چې د ځنګلونو له پرېکولو ډډه وکړي، ترڅو د طبیعي شتمنیو ارزښت ته متوجه شي او په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي. هغوی ټینګار وکړ چې هېڅ ډول ناقانونه فعالیت ته به اجازه ور نه کړي. او د ځنګلي بوټو د ساتنې لپاره به نور اقدامات هم ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې ریاست په وروستیو کې د طبیعي بوټو د قاچاق او پرېکولو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر کمپاینونه ترسره کړي دي، چې دوه اوونۍ وړاندې هم په پنجوايي ولسوالی کې د سسي بوټو د ناقانونه انتقال مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۲۰:۱
Background image

د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي سفر


۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ، د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د بلخ ولسوالی د اوف ملک کلي د اوبو ویالې رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بلخ ولسوالۍ د کرنیزو خدماتو عمومي مدیر قاري محمد سلطاني د اوف ملک کلي د اوبو ویالې د پخولو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه بغلان ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

٢٦ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
١٩ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف او ورسره مل پلاوى د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د. . .

بازگشت