دهلمند بولان څېړنیز فارم کې دبېلابېلو مېوو نوي بڼونه جوړ شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۳:۴
دهلمند بولان څېړنیز فارم کې دبېلابېلو مېوو نوي بڼونه جوړ شوي

۱  کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارئ ریاست اړوند بولان څېړنیز فارم کې د ژمي په موسم کې ګڼې چارې ترسره او یاهم روانې دي.
په دغه فارم کې د پلان له مخې  د نویو بڼونو او قوریو جوړول او د مېوو بڼونو ښاخبري او تاکبري ترسره شوي، چې په جوړښت کې یې د  زیتونو بڼ، د انګورو  ۱۹ ډولونو ، د انارو ۲۲ ډولونو او د ٨ ډوله شفتالو نوي بڼونه جوړ شوي دي.
ددې ترڅنګ دفارم نږدې ۲۴ جریبه ځمکه کې د انګورو او مېوه لرونکو ونو تاکبري، ښاخبري او د کیمیاوي سرې کارونې چارې دوام لري.
د یادولو وړ ده، چې دا مهال د بولان څیړنیز فارم کې دغه تجربې د مسلکي کارکوونکو لخوا تر څېړنو لاندې دي، چې پر وخت به یې ټولې چارې تر سره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۲
Background image

اروزګان کې سږ کال د غنمو په کرکېله او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
روزګان کې د نورو کلونو په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې کروندګر یې راتلونکو کلونو کې د غنمو کښت ته هیله‌مند. . .

بازگشت