فراه کې د عنابو د ۱۰ بڼونو جوړولو چارې پیل شوې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۵:۱۶
فراه کې د عنابو د ۱۰ بڼونو جوړولو چارې پیل شوې 

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په بالابلوک، پشت رود او خاکسفید ولسوالیو کې د عنابو د ۱۰ بڼونو جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد پروګرام پر اساس، هر بڼوال ته ۱۶۶ د عنابو نیالګي، سمپاش، اره، بیاتي او مانو ووېشل شول او ترڅنګ یې د بڼوالۍ اړوند روزنه هم ورکړل شوه.  
یاد بڼونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې، چې ټولیز لګښت یې ۱۵۶ زره او ۹۰۰ افغانۍ دی، جوړېږي. د دې پروژې موخه د بڼوالۍ سکتور پراختیا او ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت