د قوش‌تپې شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱
د قوش‌تپې شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې په پار غونډه دائره شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د قوش‌تپې شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې په موخه غونډه دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ لاندې، د کرنې وزارت د رییسانو او د مالیې، انرژۍ او اوبو، د کور او ښارجوړونې وزارتونو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل: «خوښ یو چې د هېواد د اقتصاد او اقتصادي پروژو په اړه خبرې کوو. د قوش‌تپې شاوخوا ځمکو طرحه یوه پراخ بنسټه او د ملت په ګټه طرحه ده.»
دغونډې په ترڅ کې، د غونډې ګډونوالو د د قوش‌تپې  شواخوا ځمکې پر ارزښت، د دغو ځمکو د ساتنې، د خاورې اصلاح، د خاورې ډولونو پېژندنې او د سیمې اقلیمي وضعیت په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې.
یاد پروژه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د طبیعي سرچینو د غوره مدیریت او کارولو په موخه طرحه شوې ده. متخصصینو او لوړپوړو مسؤلینو ټینګار وکړ چې دا طرحه کولی شي د کرنې د پیاوړتیا او د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.


جلسه به منظور استفاده معقول از زمین‌های اطراف قوش تپه برگزار شد
۱۴ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
نشست به منظور استفاده معقول از زمین‌های اطراف قوش تپه تحت رهبری مولوی صدر اعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با اشتراک روسای وزارت زراعت و مسئولان وزارت‌های مالیه، انرژی و آب، شهرسازی و مسکن برگزار گردید.
در این دیدار، مولوی صدر اعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری گفت: "خوشحال هستیم که در مورد اقتصاد کشور و پروژه‌های اقتصادی بحث می‌کنیم. طرح زمین‌های اطراف قوش تپه یک طرح جامع و به نفع ملت است."
در ادامه، مسئولان حاضر در جلسه پیرامون اهمیت زمین‌ها در محیط قوش تپه، مراقبت از این زمین‌ها، اصلاح خاک، شناسایی نوع خاک و وضعیت اقلیمی آن بحث کردند. این پروژه با هدف بهبود و استفاده بهینه از منابع طبیعی در راستای رشد اقتصادی کشور طراحی شده است. متخصصان و مسئولان ارشد تاکید کردند که این طرح می‌تواند نقش بسزایی در تقویت زراعت و توسعه پایدار کشور ایفا کند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

خوست کې د کیلې کرنه؛ یو بزګر د زحمتونو  په درشل کې نوې هیلې را ژوندۍ کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت یو تن بزګر، چې له څو کلونو راهیسې د کیلې په کرنه بوخت دی، وایي چې دغه مېوه لرونکی بوټی په دغه ولایت کې په خورا بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ  کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه 

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته  ۳۰ تنو بزګرانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه «ان.سي.آر.او» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او. . .

بازگشت